اففانستان کې د نا امنیو له کبله ۵۰ زره کورنۍ ګډه شوې دي.

اففانستان کې د نا امنیو له کبله ۵۰ زره کورنۍ ګډه شوې دي.


  • 3 کاله دمخه (26/03/2021)
  • خالد سهار
  • 1502

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې ویلي، چې د روان میلادي کال له درېیو میاشتو راهیسې د نا امنیو له کبله له ۵۰ زرو زیات شمېر افغانان له خپلو استوګنځیو ګډه شوې دي.

راپور بیا د نورو ولایتونو په پرتله په ختیځو ولایتونو کې دغه شمېر زیات ښیي، چې په خبره یې په همدې موده کې شاوخوا ۱۸ زره کسان ګډه شوې دي.

بل لورې د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې په ۱۳۹۹ کال کې د مخالفینو او امنیتي ځواکونو تر منځ د نښتو له کبله څه د پاڅه ۵ لکه کسان خپلو استوګنځیو پرې ایښودو ته اړ شوي دي.

دغه وزارت همدارنکه ویلي، ننګرهار، کندهار او فاریاب هغه ولایتونه دي، چې د نا امنیو له کبله یې د روان میلادي کال د درېیو میاشتو راهیسې ګڼ شمېر ګډوال لرل.