په ټاکلې نېټې د امریکايي سرتېرو ایستل ناممکن دي

په ټاکلې نېټې د امریکايي سرتېرو ایستل ناممکن دي


  • 3 کاله دمخه (26/03/2021)
  • خالد سهار
  • 1632

د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، چې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو وتل به د می میاشتې تر لومړۍ نېټه سخته وي.

هغه ویلي، لېواله نه دی، چې د امریکایي ځواکونو حضور دې په افغانستان کې د ډېر وخت لپاره وي او په دې اړه له خپلو متحدیونو سره سلا مشورې کوي.

نوموړي ویلي، چې امریکا په افغانستان کې اوږده موده تېره کړې او باید امریکايي پوځونه په منظم او مسؤلانه شکل یاد هېواد پرېږدي.

بایډن دغه راز زیاته کړې، چې امریکا او افغانستان یو له بل سره ستراتیژیکې اړیکې لري او امریکا به له پوځي حضور پرته هم یاد هېواد بې مرستو پرېنږدي.

باید یاده شي، تېره ورځ افغانستان کې د جرمني ځواکونو د وتلو موده هم ۱۰ میاشتو ته وغځېدله.