طالبان وایي، که ټول بهرني سرتېري له افغانستانه په ټاکلې نېټه ونه وځي پر وړاندې یې جګړې پیلوي.
طالبانو په یوه اعلامیه کې ګواښ کړی دی که ټول بهرني سرتېري د سولې له تړون سره سم په ټاکلې نېټه له افغانستانه ونه وځي د هغوی پر وړاندې به جګړه پیل کړي.
د ۲۰۲۰ میلادي کال فبروري په ۲۹مه نېټه د امریکا او طالبانو ترمنځ په دوحه کې د سولې هوکړه شوې وه، چې له مخې یې امریکا ژمنه وکړه، چې د مې تر لومړۍ نېټې به د خپلو ټولو پوځیانو ماموریت پای ته رسوي.
د رسنیو د راپورونو پر بنسټ، چې د دې هوکړې په اساس امریکایي سرتېرو شمېر کم شوی او اوسمهال په افغانستان کې ۲۵۰۰ سرتېري شتون لري.
د طالبانو ګواښ داسې مهال دی، چې دمخه یې د امریکا ولسمشر جوبایډن د تېرې پنجشنبې په ورځ ویلي و، چې د تخنیکي ستونزو له امله ستونزمنه ده، چې ټول امریکایي سرتیري د مې تر لومړۍ له افغانستانه ووځي.