هند له یوې جالبې لوبې وروسته انګلینډ ته ماتې ورکړه

هند له یوې جالبې لوبې وروسته انګلینډ ته ماتې ورکړه


  • 3 کاله دمخه (29/03/2021)
  • حشمت الله همت
  • 1651

د هند او انګلستان کرکټ لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو سیالیو دریمه لوبه جالبه او زړه راښکونکې وه چې هند په وروستي اور کې بریا خپله او سیریز یې وګاټه.

په یاده لوبه کې چې انګلستان د هند ټاکلی ۳۳۰ منډې هدف تعقیبوه، د انګلستان ځوان لوبغاړي سام کوران په زړه پورې توپ وهنه وکړه خو په وروستي اور کې یې پاتې ۱۴ منډې ونشوې کړای.

سام کوران په داسې مهال توپ وهنه پېل کړه چې انګلستان لوبډلې غوره توپ وهونکي له لاسه ورکړي او د بریا هیله یې له زړه وتلې وه، خو نوموړي په زړه پورې ۹۵ ناسوځېدلې منډې وکړې.

په یاده لوبه کې یو وار بیا انګلستان پچه وګټله او هند ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه، هند لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو ۳۲۹ منډې وکړې.

ددوی له لوري شیکر دهاون ۶۷، ریشاب پانټ ۷۸ او هاردیک پانډیا ۶۴ زیاتې منډې وکړې، د انګلستان له لوري مارک ووډ درې لوبغاړي وسوځول.

د هدف په تعقیب کې انګلستان خپل پېلیز توپ وهونکي ژر له لاسه ورکړل، خو د دیوید مالان نیمه سلیزې او په وروستیو کې د سام کوران ۹۵ منډو د ۹ لوبغاړو په سوځېدلو ۳۲۲ منډې وکړې او د ۷ منډو په توپیر یې ماتې ومنله.

ددوی له لوري دیوید مالان ۵۰، او سام کوران د ۳ شپږیزو او ۹ څلوریزو په مرسته په ۸۳ توپونو ۹۵ ناسوځېدلې منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو.

باید وویل شي چې له دې وړاندې لومړۍ لوبه کې هند او په دویمه کې انګلستان بریا خپله کړې وه، په ننۍ بریا سره هند د ټیسټ، شل اوریزو سربېره د پنځوس اوریزو سیریز هم په خپل نوم کړ.