ولسمشر غني په رسمي سفر تاجکستان ته لاړ

ولسمشر غني په رسمي سفر تاجکستان ته لاړ


  • 3 کاله دمخه (29/03/2021)
  • حشمت الله همت
  • 1469

ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې کاږي،   چې ولسمشر  به د دغه سفر پر مهال د اسیا زړه ـ استانبول پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو په نهم کنفرانس کې برخه واخلي.

د سرچینې په وینا، نوموړی به په دغه کنفرانس کې پر ګډون سربېره، د تاجیکستان هېواد له جمهور رییس امام علي رحمان، لومړي وزیر او د یاد هېواد د پارلمان له مشر سره هم پر بېلابېلو مسایلو بحث او خبرې وکړي.

ټاکل شوې چې هغه د یاد سفر په جریان کې د تاجیکستان په ملي پوهنتون کې وینا وکړي او د یاد پوهنتون د رییس له لوري به ورته د افتخاري دوکتورا سند هم ورکړل شي.

د اسیا زړه – استانبول پروسیې کنفرانس د ۲۰۱۱میلادي کال د نومبر پر دویمه د ترکیې په استانبول کې د افغانستان او ترکیې په نوښت جوړ شو، چې هدف‌یې په افغانستان کې پر روانو حالاتو د سیمې د هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د بحث او خبرو لپاره د زمینې برابرول دي.

په دغه کنفرانس کې ۱۵ هېوادونه غړیتوب لري، ۱۷ هېوادونه او ۱۲ نړیوال سازمانونه‌یې له لېرې ملاتړ کوي.

‏د اسیا زړه-استانبول پروسه د ۲۰۱۱ کال په نومبر کې د کابل او انقرې په نوښت رامنځته شوه.

له هغه وخت راهیسې هر کال ترسره کېږي.