سږني ای پي ایل کې د نړۍ څلور مهم لوبغاړي نشته

سږني ای پي ایل کې د نړۍ څلور مهم لوبغاړي نشته


  • 3 کاله دمخه (29/03/2021)
  • حضرت علي میاخیل
  • 1640

د هندوستان غوره لیګ د راتلونکې اپریل میاشتې په نهمه نیټه په هندوستان کې پیلیږي. په دغه لیګ اته لوبډلې، سنرایزر حیداراباد، ممبيي انډینز، چینای سوپر کینګز، کلکته نایټ رایډرز، ډیلي کپیټلز، راجستان رایلز، کینګز ایلون پنجاب او بنګلور ګډونوالې دي.

هغه څلور لوبغاړي چې په دغه لیګ کې نه لوبیږي

۱ـ د ډهلي کپیټلز لوبډلې لوبډلمشر شاریس ایر د انګلستان په کورنیو لوبو کې د ټپ له امله نه شي کولای، چې سږ کال ای پي ایل لوبو کې ولوبیږي.

۲ـ د راجستان رایلز لوبډلې لوبغاړی جوفرا ارچر، چې هندوستان خلاف سیالیو کې ټپي شو، ممکن په راتلونکي پړاو ای پي ایل سیالیو کې ونه لوبیږي؛ ځکه دده درملنه ډېر وخت ته اړتیا لري.

۳ـ د جنوبي افریقا لوبډلې لوبغاړی ډیل سټین سږ کال په خپله خوښه په دغه لیګ کې نه لوبیږي؛ ځکه ده ویلي ول، چې د پاکستان سوپر لیګ او د سریلانکا کورنۍ کرکټ لیګ له ای پي ایل څخه غوره ده. سټین دا خبره په دې خاطر کړې ده، چې په ای پي ایل کې تر ډېره پیسو ته نظر کېږي؛ خو کرکټ پاتې وي. 

۴ـ اسټرالیايي جوش فیلیپ هم سږ کال د شخصي دلایلو له امله نه شي کولای، چې په راتلونکي پړاو ای پي ایل سیالیو کې ولوبیږي.

ای پي ایل د رویال چنلینجر بنګلور او دفاعي اتلې ممبيي انډینز تر منځ د اپریل په نهمه نېټه شروع کېږي او د مې میاشتې تر ۳۰ نیتې پورې دوام کوي.