د غزني تاریخي اثار د له منځه تلو په حال کې دي

د غزني تاریخي اثار د له منځه تلو په حال کې دي


  • 3 کاله دمخه (31/03/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1432

 د غزني اوسېدونکي وايي، چې اوس مهال په غزني کې د زرګونه کلونو پخواني تاریخي اثار او ځایونه شته؛ خو ډېر یې د طالبانو له لوري له منځه تلونکي دي.

د ځايي اوسېدونکو په خبره، په غزني کې د طالبانو له لوري ګڼ شمېر تاریخي اثار قاچاق، چور او غلا شوي او ان ځمکې یې د خلکو له لوري غصب شوي دي.

اوس مهال د غزني په ده یک ولسوالي کې د سلطان شهاب الدین غوري مقبره، د امام سیدحاجي مقبره، د سې کوه بنديخانه، شېربز کلا، رباط کلا، په ګېلان ولسوالي کې سخي مرتضی کلا، په اندړو ولسوالي کې د غازي ملامشک عالم زیارت، د فرقه مشر سیدخان کلا، سخي غلام حیدر کلا، په مقر ولسوالي کې د بهاوالحق زیارت، په جغتو ولسوالي کې د بېګم منار، په قره باغ ولسوالي کې نای قلعه، په زنه خان ولسوالي کې شاه غاسي کلا او ګڼ شمېر نور تاریخي اثار د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې موقیعت لري.

د طالبانو په سیمو کې د تاریخي اثارو د له منځه تلو خبر په داسې حال کې ورکول کیږي، چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې یادې ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي وو، چې طالبان به د تاریخي اثارو ساتنه کوي؛ خو لاهم د عمل جامه نه ده ور اغوستل شوی.