زلمی خلیلزاد د افغان سولې په تړاو ترکیي چارواکو سره غږېدلی

زلمی خلیلزاد د افغان سولې په تړاو ترکیي چارواکو سره غږېدلی


  • 3 کاله دمخه (31/03/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1521

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد له ترکیې چارواکو سره د افغان سولې په تړاو د جوړېدونکي کنفرانس په اړه خبرې کړې دي.

په ترکیه کې د امریکا سفارت وايي، چې خلیلزاد د روانې مارچ میاشتې په وروستیو ورځو کې په ترکیه کې د یاد هېواد له یو شمېر لوړو پوړو چارواکو سره لیدنې کړي او د افغان سولې لپاره په ترکیې هېواد کې د جوړېدونکي کنفرانس په تړاو یې بحثونه کړي دي.

د سرچینې په خبره خلیلزاد له ترکیې چارواکو سره د کنفرانس په مؤثریت او په ښه مدیریت غږېدلی او دواړو لوریو هیله څرګنده کړې، چې یاد کنفرانس به د افغان سولې په برخه کې رغنده رول ولوبوي.

باید یاده شي، چې د ترکیې کنفراس به د راتلونکې اپریل میاشتې په ۱۵ ترسره شي.