لغمان کې د کوچیانو ژوند

لغمان کې د کوچیانو ژوند


  • 3 کاله دمخه (01/04/2021)
  • خلیل الرحمن صدیقي کوچی
  • 1937

اوس مهال د طبقه بندې له لحاظه موږ کوچیان په دوه طبقو ویشلی شو،  يو ته یې ساکن (هغوې چې مېنې معلومي وي له یو ځای څخه بل ځای ته کوچ نه کوي)  .

دویمه طبقه بیا عُبري کوچیان دي،  دوې د موسم بدلیدو سره سم له يوې سیمې بلې سیمې ته کوچیږي.

نو موږ د کوچیانو تعریف اوس  دواړو طبقو ته په کتو په لاندې ډول کولی شو.

ساکن کوچیان هغه کوچیانو ته ویل کیږي، چې مينې یې معلومې د موسم بدلیدو سره له يوځای څخه بل ځای ته کوچ نه کوي، خو د عاید منبع یې مالداري وي.

عُبري کوچیان هغه چاته ويل کېږي چې د موسم په بدلېدو او د اړتیاوو رفع کولو له پاره له يوه ځاى څخه بل ځاى ته کډه کوي . 

او د افغانستان اکثره وګړي د کوچي قشر پورې اړوند کیږي،  د بيلا بېلو قومونو څخه تشکیل شوي دي، زیات شمير یې د پښتون ټبر جوړه وي. 

په افغانستان کې د کوچيانو ژوند تر لرغوني زماني پورې رسیږي، تاریخ یې په بېلا بیلو زمانو کې یې د ډېرو کړنو ګواهي ورکوي.

په ننې افغانستان کې د کوچي ساکانو قبیله له نورو هغو ډېره مخينه لري، ننې ننګرهار سربیره ارکوزیا، مرغاب او بامیانو  کې یې ژوند تیره و، کوشاني امپراتورانو د ساکانو پورې اړه لرله،  د وخت په تيرېدا یې د کوچیتوب ژوند ته شاه کړه او د ېنشین ژوند یې غوره کړه. 

په ننې افغانستان کې د کوچيانو ګڼ شمیر قبایل په مختلفو ولایتونو کې ژوند کوي، د هغوې له جملې یې يوه لغمان ولایت دی.

په لغمان ولایت کې د کوچيانو بېلا بيل قومونه لکه:  ساپي، ساکان، احمدزي،  ابراهیمخل، ادریمزي، اسحاقزي، اوریاخیل، اکاخیل، بابکرخیل، بیټنې، زرکبه،  محمدزي، شینواري،  سړبندي،  فتح خيل، تره خيل بارکزي او داسې نور ژوند کوي، په ځينو قومونو کې اکثره کورنيو د کوچيتوب ژوند ته شاه کړي او د کوچيتوب ژوند په ځاي یې د دېنشېن ژوند غوره کړای دی، لوې لامل یې د دولت نه پاملرنه د کوچي لوې ټبر ته بولي،  هغوې وايي د کوچيانو ژوند اسنتیاو لپاره دولت دومره پاملرنه نه دی کړي چې باید شوی وای نو ځکه یې هلته ژوند سخت ګاڼه او کوچیتوب یې پرېښود.  

ځينې پوهان لغمان ته د کوچیانو راتګ د لمپاتا له نوم سره جوخت بولې، هغه وخت اوسنی لغمان د کابل یو جز و، کله چې اسکندر مقدوني په کال ۳۵۶ ق ميلاد په کابل او  اوسنې ننګرهار، شاو اخوا سیمو حملې وکړي او د نومه وړو ولایتونو اوسیدنکي د لمپاتا (اوسنې لغمان)  ځینو ساحو ته وکوچیدل او هلته یې د کوچیتوب ژوند غوره کړه.

  دې وخت په لغمان کې ځينو نورو  قومونو هم ژوند کاو، چې د هغوې یادونه دلته اړینه نه بولم،  ځکه زموږ له موضوع سره تړاو نه لري او موږ د کوچیانو په ژوند خبرې کوو.

 ځینې بیا  لغمان ته د لومړي ځل لپاره کوچیانو راتګ د ننګرهار، کونړ،  او کوزې پښتونخوا څخه را وکوچیدل بولي، د لغمان ښېرازه ځمکو او ښه موسم د کوچیانو د مال څر او د ژوند تیرېدا لپاره ډېره ښه د اوسیدو ځای بلل کیده،  په اوړې (ګرمۍ) موسم کې یې خپل مالونه د الینګار، بادپښ او دولت شاه ښيرازه او سر سبزه سیمو ته وړل او د ژمې په موسم کې یې بیا بیرته خپل مالونه د لغمان مرکز مهترلام او قرغیو ولسوالۍ ته را ښکته کول د کوچیانو دژوند تیره ولو لپاره یې تر ټولو ښه او غوره ځای په درلودو د ډېرو کوچیانو پام ځان ته اړه و.

د وخت په تيرېدا او د نفوسو د ګڼ والي له امله په کوچیانو هم د لغمان جغرافیه راتنګه شوه او د ژوند او کوچ کولو لپاره یې د جغرافیه محدوده شوه، د اکثره و یې ژوند یې په الینګار، الیشنګ، بادپښ، دولت شاه او د قرغیو والسوالیو ځینو سیمو پورې محدوده شوه. 

 اوس مهال هم په لغمان ولایت دولت شاه،  بادپښ، الینګار، الیشنګ او قرغیو ولسوالیو ځينو سیمو کې کوچي سرخېل ژوند کوي،  خو د ژوند اسانتيا ورته نه ده برابره 

د دولت ترڅنګ یې نور خلک هم له هغه ځایه شړي، چې دوي به پکې خپلې کيږدۍ وهلي او د ژوند تيریدو لپاره به یې ټاکه.

 

د غیر کوچي قومونو ترڅنګ جګړې هم د دوې ژوند سخت کړی او هغه سیمې، چې دوې به پکې مالونه پېول اوس د جګړو په سنګرونو بدیل شوي دي .

په لغمان کې د کوچيانو زیاتره  برخه سني مذهبه دي او ټولنیز ژوند يي پر قومونو او کوچيتوب ولاړ دی. 

د لغمان کوچيان په عام ولس پوري ځان تړلی بولي  او قومونو ته زيات اهميت ورکوي. هر کوچی د خپل قوم پر اړخ ولاړېدو سربيره نور قومونه هم خپل بولي. 

 

کوچيان لکه څنګه چي په نړۍ کي ځانګړي قوم دی ، په همدي ترتیب یې خویونه او رواجونه هم ځانګړي دي. د کوچیانو  خویونو، عاداتو او رواجونو ته کوچیتوب ویل کیږي.

 

کوچ کول د کوچیانو د خویونو ،عاداتو او رواجونو نه یوه مجموعه ده چې کوچیان زيات اهميت ورکوي . کوچ کولو کې نه يواځې په افغانستان  بلکې په ټوله نړۍ کي د کوچيانو  سپیڅلو رواجونه په نامه شهرت لري.

 

د لغمان په کوچیانو کې  دا لاندې رواجونه ځای لري.

 

 بدل کول. 

ميلمستیا.

کورنۍ( واده کول او د کورني لرل) .

 ننواتی.

جرګه .

غیرتمند.

ننګ.

شرم .

اتڼ.

ناموس .

په لغمان کې د کوچیانو مشهور خواړه،  کورت،  اصلي غوړي، مستي او پنير دي، چې په ډېره اندازه ورڅخه ګټه اخلي.

او په اخر کې داچې:  

مورې کوچيانو کې مې ورکړه!

کنډک کنډک مستې به خوري ما به ساتینه!