رسنۍ د فکر رغولو آعلا سویه ښوونځی دی. ددې ښوونځي په احاطه کې خپلې موخې په سمه توګه تعقیبول او د خلکو په وړاندې صمیمانه برخورد ددې باعث کېدای شي؛ چې انسان نړیوال ستوری او په خپله ټولنه کې یو له هغو شخصیتونو څخه وشمېري؛ کوم چې د حساب او کتاب په وخت کې ټولنوال ورباندې حساب کوي.
د فکر رغول، د ټولنې بقا او انساني ارزښتونه پالل دا هغه څه دي؛ چې یوه رسنۍ یې د خپل مسؤلیت له مخې پر مخ وړي، زموږ په ټولنه کې زیات شمېر رسنۍ وجود لري، ځینې یې د باور ځواکمن ادرسونه لري، خو ځینې بیا دومره بې باوره او په ټولنه کې د خلکو له پامه غورځېدلي، چې انساني افکار یې هم په وړاندې چپ دي.
علت یې دا دی چې خپل مسؤلیت یې د ژونالیزم سپېڅلي مسلک اړوند مخکې نه دی وړی؛ بلکې د یو کاذب شهرت له زاویې یې خپله پالیسي پرمخ بیولې.
هغه رسنۍ چې د باور په ستنو ولاړې او مسلک ته ژمنې دي د ټولنوالو په زړونو کې یې ځای ځانګړی او د باور تر څنګ یې کلنی عاید هم د پام وړ دی، مګر هغه چې بې باوره او د ښې کارکردګۍ وړتیا یې نه ده ښودلې، له یوې خوا یې خپل باور بایللی او له بلې خوا په کلني عاید کې هم د مالیې پورداره وي، موږ افغانان او خصوصنً د رسنیز ډګر همسنګري ددې پر ځای چې دقت او کیفیت ته لومړیتوب ورکړو، سرعت ته مو ترجع ورکړې.
موږ په اکثریتو رسنیو کې مسلکي او ژمن کاري ټیمونه نلرو، د رسنیو مسؤلین ددې پرځای چې د ژونالېزم مسلکي په خپله رسنۍ کې په دنده وګماري، یو بېمسلکه او د ښوونځي یو شاګرد یې د مایک ترشا کېنولی وي، چې دا کار زموږ په زیان او د خپلو باوري رسنیو په بې باورۍ کې لومړیتوب لري.
که غواړو چې رسنۍ مو د باور په ستنو ودریږي او د ټولنې هغه برخه وشمېرل شي؛ چې خلک یې غواړي پکاره ده چې خپل باور په خپله وساتو او په خپلو رسنیو کې په دندو داسې کسان وګمارو چې مسلکي، په کارپوه او پوره کماله وي، ترڅو ددې سېڅلي مسلک رسالت په ښه شکل ادا او مسلکي برخورد مو کړی وي.
درنښت!