دفاع وزارت: د هېواد په درېیو ولایتونو کې ۲۷ تنه طالبان ووژل شول.

دفاع وزارت: د هېواد په درېیو ولایتونو کې ۲۷ تنه طالبان ووژل شول.


  • 3 کاله دمخه (02/04/2021)
  • خالد سهار
  • 1202

د هېواد په کندهار، ننګرهار او بادغیس ولایتونو کې ۲۷ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او یو تن ټپي شو. 

د ملي دفاع وزارت له لوري په جلا خبر پاڼو کې راغلي، چې یاد هدفمند عملیات تېره ورځ افغان ځواکونو د هوایي قواوو په مرسته، د یادو ولایتونو په بېلا بېلو سیمو کې ترسره کړي.

دغه وزارت زیاتوي، چې د دغو عملیاتو پر مهال د طالبان ګڼ شمېر وسلې او مهمات د افغان ځواکونو لاسته هم ورغلي دي. 

د سرچینې په خبره یادو ولایتونو کې یو شمېر سیمې هم د دوی له شتون څخه پاکې شوې. 

تر دې مهاله وسله والو طالبانو د یاد وزارت ادعا ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.