امریکا: د ترکیې ناسته به د افغان سولې برخلیک وټاکي.

امریکا: د ترکیې ناسته به د افغان سولې برخلیک وټاکي.


  • 3 کاله دمخه (02/04/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 1107

په ترکیه کې د افغان سولې په اړه جوړېدونکې ناسته، ښایي څو ورځې وروسته ترسره شي. 

تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ويلي، د استانبول ناسته به د افغان سولې د خبرو نهایي لوری وټاکي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس ویلي، چې دغه ناسته به له افغان مرکچي پلاوي سره د سولې د خبرو په برخه کې مرسته وکړي.

له بلې خوا بیا د افغانستان د سولې مرکچي پلاوی وايي، دوی دوحه کې د ملګرو ملتونو، ترکیي او د قطر له استازو سره لیدلي دي.

د یاد پلاوي غړي غلام فاروق مجروح رسنیو ته ویلي، چې دوی دې ناسته کې د ترکیې د غونډې په اړه بحثونه کړي دي.

باید یاده شي، چې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې هم د روسیې په کوربتوب د افغان سولې په اړه ناسته ترسره شوه، چې کومه مطلوبه نتیجه یې نه درلوده، خو دا ناسته ځکه برخلیک ټاکونکې یادېږي، چې دملګرو ملتونو داستازو په شتون او ښایي د ښکېلو لورو مشران په کې ګډون وکړي.