ننګرهار کې د داعش ډلې مسؤول ونیول شو.

ننګرهار کې د داعش ډلې مسؤول ونیول شو.


  • 3 کاله دمخه (03/04/2021)
  • خالد سهار
  • 1551

سمسور( شنبه- وری- ۱۴) د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼی  وايي، چې تېره شپه ځانګړو ځواکونو د یاد ولايت پچير اګام ولسوالي لاندې پچير سيمه کې عمليات تر سره کړي. 

نوموړی وایي، چې د یادو عملیاتو پر مهال د داعش ډلې مسؤول او د جلب او جزب غړی له نهو نورو تر شک لاندې کسانو سره نيول شوي.

د سرچینې په خبره، چې له نیول شویو کسانو سره ۱ ميل کلاشينکوف، ۳ شاژورونه، ۱۰۰ فيره د کلاشينکوف مرمۍ، ۱ قبضه لاسي بم، ۱ سکينر او ګڼ شمېر نظامي تجهيزات نیول شوي دي.