پاکستان، د افریقا لوبډله په خپل کور کې ماته کړه

پاکستان، د افریقا لوبډله په خپل کور کې ماته کړه


  • 3 کاله دمخه (03/04/2021)
  • حضرت علي میاخیل
  • 1606

د پاکستان او افریقا تر منځ د درې پنځوس اوریزو لوبو لومړۍ لوبه پاکستان لوبډلې په درې ویکټو وګټله. په دغې لوبه کې پچه د پاکستان لوبډلې وګټله او د لومړۍ توپ اچونې پریکړه یې وکړه. سویلي افریقا لوبډلې په ټاکلو پنځوس اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۳ منډې جوړې کړې او ۲۷۴ منډو هدف یې د پاکستان لوبډلې ته کېښود. د افریقا لپاره ډیویډ مېلر ۵۰ او وان ډیر ډوسن ۱۲۳ تر نورو زیاتې منډې جوړې کړې. د پاکستان لپاره په توپ اچونه کې شاهین شاه افریدي او حارث روف دوه دوه لوبغاړي وسوځول. پاکستان ټاکل شوی هدف د لوبې په وروستي اور کې پوره کړ او په ۳ ویکټو یې سویلي افریقا لوبډلې ته ماتې ورکړه. د پاکستانۍ لوبډلې لپاره محمد رضوان ۴۰، امام الحق ۷۰ او لوبډلمشر بابر اعظم ۱۰۳ منډې جوړې کړې او لوبډله یې بریا ته ورسوله. د سویلي افریقا لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې انریچ نارت جي  ښه توپ اچونه وکړه او څلور لوبغاړي یې وسوځول .

ددغې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه پاکستاني لوبډلمشر بابر اعظم ته ورکول شوه، چې ۱۰۳ منډې یې جوړې کړې وې.

د افریقا او پاکستان تر منځ دوه نورې پنځوس اوریزې لوبې هم د افریقا لوبډلې په کوربتوب ترسره کېږي.

سمسور نیوز