پرون مې په ټولنیزو رسنیو کې د مسلح پولیسو او بې وسلې کسانو ترمنځ د فري فایټ ویډیو ولیدله. دغه مسابقه د کابل ښار په کوم څلور لاري کې جوړه شوې وه. دې خطرناکه سیالۍ کې وسلوال پولیس ،چې لاسونو کې یې ټوپک او د سینې په سر یې له مرمیو ډک شاژورونه وو، په لومړي رونډ کې د بې وسلو کسانو لخوا نیک اوټ شول.
دا د کیسې یو اړخ دی، تریخ اړخ یې دا بل دی:
انسان د وسلې په زور په نورو زورور دی، دا نن چې هره ورځ چناري قدونه نړیږي، د دې دا مانا نه ده چې مقابل لوری د امیر کروړ نسل دی، خو وسله ورسره ده او د وسلې په ماشه چې یو سوء تغذي ماشوم هم ګوته راکش کړي، نو ستر پهلوان چپه کوي.
پولیس هم عادي خلک دي او چې وسله ونه کاروي؛ نو له ځانه د زورور مقابل کې مجبور په ګونډو شي.
اصلي پوښتنه دا ده چې پولیس ولې دغه شی حال کې هم وسله نه کاروي؟
د دې ځواب روښانه دی او هغه دا چې پولیس د دې ټولنې د عادي وګړو په توګه پوهیږي چې که وسله وکاروي، نو دا داود خاني نظام نه دی چې میړانه یې وستایل شي. یو څوک یې پر سر لاس کش کړي او ورته ووايي چې: افرین بچیم!
دا د داسې نظام عسکر دي چې له ځانه د دفاع په خاطر به هم ځورول کیږي او وظیفه به ترې اخیستل کیږي.
وګورئ، څو کاله وړاندې چې یوې زنانه جنرالې وکیلې، د کابل منځ ښار کې پر یوه ځوان پولیس وارونه وکړل، ایا حکومت دې جنرالې ته دوه دقیقې هم پروت او زحف ورکړ ؟ ایا له وکالته یې لرې کړه؟ ایا کوم ساعت یې بنده کړه؟؟
نه، نه، نه ...
دغه شان کله چې څو کاله وړاندې جلال اباد کې یوه ځوان سرتیري د حکومت په امر د موټرو تورې ښیښې پاکولې او بیا له یوې شخړې وروسته ډير ژر ووژل شو، ایا حکومت یې د قتل دوسیه وڅیړله؟ ایا چا یې پوښتنه وکړه؟ او...
نه، نه، نه ...
د علیپور مثال به نه ورکوو چې فرد دویم خپه نشي، بیا پرې له تشویشه داسې کوم پوشیده مرض و نه لګیږي چې ۲۲ میلیونه افغانۍ یې په تداوۍ مصرف شي.
د قیصاري مثال خو بیخي نه ورکوو، ځکه هغه اوس یو معزز شخص دی.
ښه،
نو اوس پولیس څه ملامت دي؟ فزیکي جوړښت یې د خدای ج تخلیق دی. پرته د وسلې له کارولو د مقابل کسانو په وړاندې کمزوري وو.
پولیسو به خامخا دا فکر کړی وي چې که ډز وکړي، نو بندي کیږي. ممکن دا کسان د کومو زورواکیو خپلوان وي، ځکه عادي خلک دومر بې آدبه نه دي.
پولیسو به خامخا ویلي وي چې که ډز وکړم، کورنۍ به مې څه خوري؟ بیا به دنده څنګه پیدا کوم؟ او...
د حمید بابا خبره:
(( څه بلا یې احتیاجه
چې سړی کړې سګ مزاجه ))
که د خپلو ساتوونکیو په مقابل کې د حکومت همدا بزدلي روانه وي، لرې نه ده چې ډیر غښتلي هم بزدله او ډارڼ شي.
او له ځان سره به دا لنډۍ زمزمه کوي:
زما چې څومره زړه خوږیږي
دومره ښیرا به د یار سترګو ته کومه