صنعت په هر هيواد کې د ملي اقتصاد مهم اصل تشکيلوي، او همدغه اصل ته په کتو هيوادونه پرې کار کوي، د پرمختللو هيوادونو زياته برخه سوداګري د صنعت پر سکتور تکيه لري، او له همدې لارې بلها عوايد ترلاسه کوي، د هيوادونو په ملي اقتصاد کې بيلا بيل سکتورونه فعاليت کوي، چې د هريو فعاليت په خپل ځاى کې د توجو وړ دى، بطور مثال د سوداګرۍ صنعت ، د کرني صنعت، عامه خدمات ، مخابرات، ښوونه او روزنه ترانسپورت او.....
دغه سکتورونه د هيوادونو جغرافيوي اقليم او شرايطو ته په کتو فرق کوي، د مثال په ډول هند د فلم د صنعت په اساس ډېر عوايد ترلاسه کوي ، مصر د تورېزم له اړخه ډېر عوايد ترلاسه کوي، امريکا، چين، روسيه، المان، فرانسه او يو شمېر نور هيوادونه د ماشيني صنعت له اړخه ډېر عوايد تر لاسه کوي، عربي هيوادونه د تيلو له اړخه عوايد تر لاسه کوي، د استراليا براعظم او پکې پراته هيوادونه د حيواناتو له اړخه عوايد ترلاسه کوي او همداسې نور هيوادونه، خو په تاسف چې په افغانستان کې جنګ، جګړو موږ د سيالانو له سيالۍ وروسته پاتې کړې يو، موږ اوس هم په خپلو ملي صادراتو کې له يو څو مشخصو کرنيزو حاصلاتو کوم چې نورو هيوادونو ته لېږو لکه انار، مڼي، هندوانې، انګور، کچالو، پياز او داسې نورو يرته نور سه نه لرو! په داسې حال کې چې صنعت د يو هيواد د اقتصادې ودې لپاره ډېر مهم دى، ځکه همدغه صنعت دى چې د هيواد په داخل کې داخلي توليدات چې خام مواد دې پروسس کوي، او په يو نوي جنس /کار تمامو اقتصادي توکو يې بدلوي، چې ورسره د خلکو ضرورتونه مرفوع کېږي،موږ په افغانستان کې پخوا لاسې صنعت درلود او دغه صنعت د سيمې په کچه خورا نوم او شهرت درلود، زموږ قالينو، ټغرونو، قره قوليو او دېته ورته نورو لاسې صنعايعو هم د هيواد دننه او بهر ډېر مشتريان درلودل، خو د وخت جنګونو او د حکومتونو نه پاملرنې کم رنګه کړل، د حامد کرزي له موقتي، انتقالي او پنځه کلنې دوري وروسته د اشرف غني تېر پنځه کلن حکومت هم په دغه برخه کې کار ونه کړ، او اوسنى حکومت خو لا تر اوسه جوړ نه دى، خو که اوسنى حکومت د صنعت په برخه کې کار وکړي نوي زېږېدلې صنعتونه حمايه کړي، د خصوصي سکتور له لارې او همدا شان د عامه سکتور له لارې د صنعت په برخه کې پانګونه وکړي، لاسې صنعت تقويه کړي او
د هغه کرنيزو حاصلاتو لپاره کوم چې د هيواد په داخل کې توليدېږي فابريکې جوړې کړي، نو هم به خام مواد د هيواد په داخل کې په مصرف ورسېږي، هم به نورو هيوادونو ته په ارزانه بيه له صادرولو وژغورل شې، ډېرو خلکو ته به د کار زمينه برابره شې، د فقر کچه به راټيټه شې، وزګارتيا به تر ډېره حده راکمه شې، جنس به په ارزانه تمام شې، يوه اندازه به د هيواد په داخل کې په مصرف ورسېږي چې ورسره به پېسې په اقتصادې جرياناتو کې ولوېږي، او بله برخه چې نورو هيوادونو ته صادرېږي له امله به يې موږ عوايد تر لاسه کوو، تر ټولو ستره ګټه يې داده چې ملي اقتصاد ورسره پياوړى کېږي، موږ وايو صنعت په لغت کې جوړولو ته وايې او په اصطلاح کې صنعت هغه کسب ،کار او هنر دى، چې د هغه په ترڅ کې مواد د اړتياوو د مرفوع کيدو په خاطر پروسس کېږي، يعنې په بڼه او شکل کې يې تغير راوستل کېږي، که صنعت ته پاملرنه ونه شې د هيواد ګڼ شمېر منابع ضايع کېږي او هم د خلکو اړتياوې نه پوره کېږي، زموږ په اقتصاد کې چې د پام وړ بدلون نه دى راغلى علت يې دا دى چې زموږ خام مواد نورو هيوادونو ته په ارزانه بيه صادرېږي او بېرته له هغې خوا کار تمام صنعتي توليدات موږ ته په لوړه بيه واردېږي، زموږ اقتصادې پاليسي سازانو او حکومت ته پکار ده چې داسې پاليسي جوړې کړي، چې د هغې په اساس موږ خپل د صنعت سکتور ته يه ښه شکل وده ورکړو، که موږ وګورو د نړۍ د قوي اقتصاد اساس همدا صنعت دى، او هر هغه هيواد له نورو وړاندي دى کوم چې په دغه برخه کې ډېره پانګونه کوي ، ځکه دوى پوهېږي چې معاصر اقتصاد د توليد په بنيادونو ولاړ دى او ددې بنياد اصلې اصل صنعت دى، هغه هيوادونه چې ښه اقتصاد لري او د پرمختللو هيوادونو په قطار کې راځي علت يې دا دى چې دوى په خپلو لنډمهاله، منځمهاله او اوږد مهاله پلانونو کې صنعت ته ځاى ورکړى، که موږ هم د پرمختللو هيوادونو ياده تګلاره تعقيب کړو نو د کم رنګه اقتصادې وضعيت څخه به ډېر ژر نجات ومومو.