بدخشان کې هغه سیمې بېرته ونیول شوې، چې درې کاله د طالبانو تر ولکې لاندې وې.

بدخشان کې هغه سیمې بېرته ونیول شوې، چې درې کاله د طالبانو تر ولکې لاندې وې.


  • 3 کاله دمخه (04/04/2021)
  • خالد سهار
  • 1300

سمسور (یکشنبه - وری - ۱۵) ګډو افغان ځواکونو د هوایي قواوو په مرسته د بدخشان ولایت نسۍ، شکي، دروازه بالا اړوند کوف آف او ارغستان ولسوالیو کې عملیات تر سره کړي.

د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د ګډو افغان ځواکونو په یادو عملیاتو کې د دغو ولسوالیو  هغه سیمې بېرته ونیول شوې، چې کابو درې کاله د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې وې.

دغه وزارت زیاتوي، چې د عملیاتو پر مهال د ۳ بهرنیو اتباعو او د طالبانو د یو مخکښ غړي «جمعه» په ګډون، ۴۰ طالبان وژل شوي او ۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي.