طالبان دې د ملکي وګړو وژنه بس کړي.

طالبان دې د ملکي وګړو وژنه بس کړي.


  • 3 کاله دمخه (04/04/2021)
  • خالد سهار
  • 1207

سمسور( یکشنه د وري ۱۵) د بشري حقونو کمیسیون وایې، طالبان دې ملکي کسان نه وژني او د دې پرځای دې د سولې خبرو ته چکټیا ورکړي.

د یاد کمیسیون د څېړنو له مخې همدا دوه ورځې وړاندې د لغمان په علیشنګ ولسوالي کې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو په نښته کې ۲۱ تنه ملکي کسان ټپیان شوي دي.

په ټپي شویو کې ډیرې یې ښځې او ماشومان دي. یاده نښته دوه ورځې وړاندې د وري په ۱۳مه د یادې ولسوالي په کوټالي سیمه کې رامنځته شوې، چې د اتو ښځو او لسو ماشومانو په ګډون ۲۱ تنه نور ټپیان شوي دي. نوموړي کمیسیون په خپل راپور کې په وسله والو طالبانو غږ کړی، چې د ملکي وګړو ژوند ته پاملرنه وکړي او په استوګنیځو سیمو کې دې بریدونه نه کوي. دغه راز دوی له وسله والو طالبانو غوښتي چې جګړه دې ودروي او د افغان سولې د پروسې د چکټیا لپاره دې هلې ځلې وکړي.

دوی له طالبانو دا هم غوښتي چې باید د بشر د حقونو ساتنې لپاره دې له دا ډول پېښو لاس واخلي او ملګي وګړي په ځانګړه توګه ماشومان دې نه زیانمنوي.