چین: افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوو.

چین: افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوو.


  • 3 کاله دمخه (05/04/2021)
  • خالد سهار
  • 1367

سمسور (دوشنبه - وری - ۱۶) چین له افغانستان سره د اقتصادي او امنیتي اړیکو پر پراختیا ټینګاری کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په کابل کې د چین سفارت له سفیر وانګ یې سره کتلي او دواړو لوریو د ترکیې په استانبول کې یې پر راتلونکې ناستې خبرې کړې دي.

په یاده لیدنه کې د چین سفیر وانګ یې ویلي، روانه افغان جګړه یوازې د مذاکراتو له لارې پای موندلای شي او دوی له افغان سولې سره بشپړې همکارۍ ته دوام ورکوي.

د سرچینې په خبره، اتمر هم ویلي، چې د دواړو هېوادونو همکاري مهمه ده او چین کولای شي، چې د افغان سولې پروسه او همدارنګه په سیمه ییزه اجماع کې مهم رول ولوبوي.

سرچینه زیاتوي، اتمر ټینګار کړی چې افغانستان ته د سولې راتګ د ټولې سیمې په ګټه دی او دلته به د دایمي ثبات او اقتصادي ودې لامل شي.