دبدخشان ځایي چارواکي: د شورابک بند رغنیزې چارې بشپړې شوې دي

دبدخشان ځایي چارواکي: د شورابک بند رغنیزې چارې بشپړې شوې دي


  • 3 کاله دمخه (05/04/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 1412

سمسور (دوشنبه د وري 16) د بدخشان ولایت سیمییز چارواکي وایي، چې د شورابک بند دجوړېدو چارې بشپړې شوې دي، چې ډېر ژر به د ولسمشر غني له لوري تر پرانیستل کېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. 

 

سرچینه زیاتوي، چې یاد بند په شاوخوا ۴۵ میلیونه یورو مالي لګښت جوړ شوی  او رغنیزې چارې یې هم په ۲۰۱۶ز کال کې پيل شوې وې. د بدخشان ځايي چارواکي وایي، چې ددې بند په پرانیستل کېدو سره به د بدخشان د مرکز فیض اباد د برېښنا ستونزه حل شي. 

 

باید یاده شي، چې په روان کال کې تر کمال خان بند وروسته دا دویم بند دی، چې د ولسمشر غني له لوري به پرانیستل کېږي.