سمسور (دوشنبه - وری - ۱۶) ولسي جرګې له حکومت څخه د ښې حکومتولۍ د رامنځته کولو په موخه غوښتي؛ تر څو د سرپرست وزیرانو لړۍ پای ته ورسوي او ولسي جرګې ته دې نوي نوماند وزیران معرفي کړي.
ولسې جرګې ویلي که حکومت د فساد او درغلیو مخه نیول غواړي نو د چارسمبالو پرځای دې په وزارتونو او ریاستونو کې رسمي او تلپاتې کسان وګماري.
ولسي جرګه داسې مهال په حکومت غږ کوي، چې تېرو څو ورځو کې هم د دفاع او کورنیو چارو وزیران له دندو ګوښه او پر ځای یې سرپرستان ټاکل شوي دي.