افغانستان کې د سولې لپاره د ولسمشر غني طرحه

افغانستان کې د سولې لپاره د ولسمشر غني طرحه


  • 2 کاله دمخه (05/04/2021)
  • حشمت الله همت
  • 1187

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني به په اپریل میاشت کې د افغانستان د سولې پلان شوي کنفرانس ته د دغه هیواد د راتلونکي له پاره یوه طرحه وړاندې کړي چې دری پړاونه به ولري. دا خبره رویټرز د یوه سند پر اساس کړې ده.

د دغې طرحې پر اساس په لومړي پړاو کې د بین المللي څارونکو تر نظارت لاندې اوربند په پام کې نیول شوی دی. په دویم فاز یا پړاو کې د ولسمشریزو ټاکنو ترسره کیدل دي چې په نتیجه کې به یې د «سولې حکومت» رامنځته شي.

او په وروستۍ مرحله کې د اساسي قانون تنظیم او د مهاجرو ادغام دی. د دې طرحې نور جزیات لا تر اوسه پورې نه دي روښانه شوي.

په مارچ میاشت کې لا ويل شوي ول چې ولسمشر غني د امریکا متحده ایالاتو له خوا وړاندیز شوې طرحه رد کړې او د هغې د بدیل په توګه غواړي په شپږو میاشتو کې تر وخت مخکي ولسمشریزي ټاکنې ترسره کړي.

امریکا د وخت تر فشار لاندي ده. د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن واضحه کړې ده چې د دوحې د موافقې پر اساس د می میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې له افغانستان څخه د ټولو امریکایي ځواکونو وتل ناممکنه دي.