پولیسو هغه سرتیری نیولي، چې تورخم کې یې مسافر وهلي وو

پولیسو هغه سرتیری نیولي، چې تورخم کې یې مسافر وهلي وو


  • 3 کاله دمخه (05/04/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 1234

سمسور (دوشنبه د وري 16) د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، د پولیسو هغه سرتیری یې نیولی دی، چې پر خواله رسنیو یوه خپره شوې ویډیو کې، د ننګرهار تورخم بندري ښارګوټي کې په لښته د مسافرو د وهلو په حال کې لیدل کېږي.

 

د یاد وزارت ویاند طارق ارین ویلي، دا ویډیو پخوانۍ ده، خو سرتیری بیا هم نیول شوی او څېړنې ترې پیل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، له خلکو سره د پولیسو دا ډول چلن د زغم وړ نه دی.

 

د یاد سرتیري ویډیو له پرون راهیسې خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي او تبصرې پرې روانې دي.په تصویرونو کې دا هم ښکاري چې هر څوک د دغه سرتیري پر چلن نیوکه کوي او غبرګون ښيي، نوموړی پرې ګوزارونه کوي.

 

تورخم د افغانستان په ختیځ کې له ګڼې ګوڼې ډکو بندري ښارګوټو څخه دی او هره ورځ له دې لارې زرګونه کسان پاکستان ته تګ راتګ کوي. چې وخت ناوخت ترې له خلکو سره دپولیسو دناسم چلن خبرونه خپرېږي. 

 

باید یاده شي، چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې همدغه ښارګوټي کې د پولیسو د یوه سرتیري لخوا پر یوه ښځه د لښتې د ګوزارونو ویډیو خواله رسنیو ته راوتلې وه، چې یاد سرتېری پر مجازاتو سربېره دتل لپاره له نظام څخه ایستل شوی دی، هغه وخت دکورنیو چارو وزرات ویاند ویلي و، پر ښځو لاس پورته کول د طالبانو فرهنګ او هر څوک چې دا ظلم کوي ترهګر دی.