راس ویلسن: امریکا افغانستان کې د جګړو ختمول غواړي.

راس ویلسن: امریکا افغانستان کې د جګړو ختمول غواړي.


  • 3 کاله دمخه (05/04/2021)
  • خالد سهار
  • 1562

سمسور( دوشنبه - وری - ۱۶) امریکا او متحدین یې نه غواړي، چې افغانستان دې د جګړو پر ځاله بدل شي او هڅه کوي، چې په یاد هېواد کې د روانې جګړې له پاره یوه مناسبه حل لاره ولټوي.

په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راسن وېلسن تېره شپه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې امریکا هڅه کوي، چې افغانستان په یو خوندي ځای بدل کړي او دلته د روانې کشالې لپاره مناسبه او دیپلوماتیکه حل لاره ولټوي.

نوموړي همداشان ټینګار کړی، چې په بېلابېلو برخو کې به له افغانستان سره د امریکا مرستې دوام لري او د بایډن په مشري د امریکا حکومت نه غواړي، چې په منځنۍ اسیا کې دې د افغانستان په څېر یو مهم هېواد سره خپلې اړیکې پرې کړي.

نوموړي تېره ورځ د طبعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي وزارت هغه راپور هم خواشېنونکی بللی و، چې هره میاشت ۱۲۰ ملکي کسان د بمونو او نورو چاودېدونکو توکو قرباني کیږي.

ویلسن دغه راز زیاته کړې، چې امریکا له افغان حکومت سره د ماین پاکي په برخه کې د کال ۲۰ ملیونه ډالره مرستې او د ترهګرو لاسونو ته د درنو او سپکو وسلو د لوېدو د مخنیوي په برخه کې پوره همکاري ته ژمنه ده.