له جذباتو ډکې سیالۍ څلور ورځې وروسته هندوستان کې پیلېږي.

له جذباتو ډکې سیالۍ څلور ورځې وروسته هندوستان کې پیلېږي.


  • 3 کاله دمخه (05/04/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 1391

سمسور (دوشنبه - وری - ۱۶) ای پي ایل چې د هندوستان غوره لیګ دی د اپریل په نهمه نېټه د رایل چیلینجر بنګلور او ممبیيي انډینز لوبډلو په لوبه پیلیږي.

د ای پي ایل په څوارلسم پړاو کې اته لوبډلې، ممبيي اندینز، چینای سوپر کینګز، کینګز ایلون پنجاب، راجستان رایالز، رایال چیلنجر بنګلور، سنرایزر حیدراباد، ډیلي کپیټلز او کلکته نایټ رایډرز ګډونوالې لوبډلې دي.

د ای پي ایل په را روان پړام کې  درې افغان لوبغاړي راشد، نبي او مجیب د سنرایزر حیدراباد لوبډلې برخوال دي.

تېر کال دغه لوبې په هندوستان کې د کرونا ویروس د زیاتوالي له امله د متحده عربي اماراتو په دریو لوبغالو، شارجه، ابوظبۍ او دوبۍ کې ترسره شوې وې او اتله لوبډله یې ممبيي انډینز وه. ممبيي انډینز د تېر پړاو فاینل لوبه کې ډیلي کپیټلز لوبډلې ته ماتې ورکړې وه او اتلولي یې ترلاسه کړې وه.