ننګرهار کې ۹ طالبان او داعش وژل شوي.

ننګرهار کې ۹ طالبان او داعش وژل شوي.


  • 2 کاله دمخه (06/04/2021)
  • خالد سهار
  • 1163

سمسور (سه شنبه - د وري - ۱۷) د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالي کې ۹ طالبان او د داعش ډلې د هدفي وژنو غړي وژل شوي دي.

د ننګرهار ولایت مقام څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې تېره شپه افغان ځواکونو د خوږیاڼو ولسوالۍ په نکړخېلو سیمه کې ۹ طالبان وژلي او ۴ نور یې ټپیان کړي دي.

په همدې حال کې بیا د ننګرهار ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د جلال اباد ښار دویمې ناحیې اړوند د نعیم په نوم د داعش ډلې د هدفي وژنو او استخباراتو غړی وژلی دی.

باید یاده شي، چې په دې وروستیو کې د طالبانو پر سیمو د افغان ځواکونو عملیات ډېر شوي، چې هره ورځ په ټول هېواد کې د لسګونه طالبانو د وژلو خبرونه خپریږي.