سمسور (سه شنبه - د وري - ۱۷) په ای پي ایل کې د سنرایزر حیدراباد په ګټه درې افغان لوبغاړو پرون په هندوستان کې تمرینات پیل کړل.
راشد او نبي چې له پخوا له سنرایزر حیدراباد لوبډلې سره ګډونوال دي سږ کال یادې لوبډلې مجیب هم له ځان سره یو ځای کړ.
سنرایزر حیدراباد لوبډلې په خپلې رسمي فیسبوک پاڼې د درې افغان لوبغاړو، نبي، راشد او مجیب عکس خپور کړی او ورسره لیکلي دي(( درې ګونی ګواښ.))
دا چې راشد، نبي او مجیب په یوه لوبډله کې دي، ډیری مینوال وايي چې د دوی له منځه به یوازې یوه افغان لوبغاړي ته موقع وي تر څو د سنرایزر حیدراباد په ګټه ولوبیږي او پاتې دوه افغان لوبغاړي به نه لوبیږي.
خو د کرکټ ځینې مشهور مبصرین بیا وايي چې د راشد تر څنګ د مجیب لوبیدل به په هره لوبه کې ممکن وي؛ ځکه دی په نوي توپ ښه توپ اچونه کولای شي؛ نو د یوه فسټ بالر تر څنګ به دی خورا ښه ثابت شي.
ټاکل شوې، چې ای پي ایل به درې ورځې وروسته د اپریل په نهمه نېټه په هندوستان کې پیلیږي.