سمسور (سه شنبه - د وري - ۱۷) سره له دې، چې د استانبول غونډې ته لاهم څو ورځې پاتې؛ خو اوس مهال په دوحه کې د څو هېوادونو استازو د راتلونکې غونډې په اړه بحثونه پیل کړي دي.
د رسنیو د راپورنو له مخې د ترکیې، امریکا، قطر، افغان حکومت، طالبانو او د ملګرو ملتونو استازو په ترکیه کې د افغان سولې په اړه د جوړېدونکې غونډې پر اجنډا او تیاریو بحثونه پیل کړي.
په ورته وخت کې د افغان مذاکراتي پلاوي ځينو غړو هم تائید کړې، چې له څو ورځو راهیسې د یادو هېوادونو د استازو له لوري د راتلونکې غونډې په تیاریو بحثونه روان دي او هڅه کېږي، چې د استنابول غونډه د افغان حکومت او طالبانو د جوړجاړي لپاره مؤثره تمامه شي.
باید یاده شي، چې تېره ورځ د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون هم ویلي و، چې د ترکیې غونډې په اړه ورته شاوخوا ۳۰ طرحې سپارل شوي او لا هم د طرحو په راټولولو کار روان دی او هڅه کوي، چې راتلونکې غونډې ته یوه ټول شموله طرحه جوړه کړي او له یو واحد دریځ سره لاړ شي.