اکاش چوپړا د ای پي ایل لپاره د ډیلي لوبډله غوره کړه.

اکاش چوپړا د ای پي ایل لپاره د ډیلي لوبډله غوره کړه.


  • 1 اونۍ دمخه (06/04/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 63

سمسور (سه شنبه - د وري - ۱۷) اکاش چوپړا چې د هندوستان غوره تبصره کوونکی دی، د راتلونکي پړاو ای پي ایل لپاره یې د ډیلي کپیټلز لوبډلې یوولس کسیزه لوبډله غوره کړي ده.

په دغې لوبډله کې (( لوبډلمشر ریشب پنټ، شيکر دهوان، فرتیوشا، اجینکا ریحاني، شیمرن هيټماېر، مارکوس سټونیس، اکسر پټيل، یاهم امیت میشرا، روي چندر اشوین، انریچ نارټ جي، کاګیسو رباډا، ایشانټ شرما، یاهم اومیش یاداپ)) شامل دي.

اکاش چوپړا د ډیلي لوبډلې د نوي لوبډلمشر په اړه هم نظر وړاندې کړی او ويلي دي، چې د ډیلي لپاره نوی لوبډلمشر ریشپ پنټ یو ښه انتخاب دی او ګټور به ثابت شي.

د ای پي ایل په تېر پړاو کې د ډیلي لوبډلې لوبډلمشر شیریاس ایر وه، چې خپله لوبډله یې تر فاینله رسولې وه.

سږ کال (ایر) د اوګې د ټپ له امله نه شي کولای چې د هندوستان غوره لیګ سیالیو کې ولوبیږي.