هېواد کې د کب روزنې څه باندې دوه زره فارمونه فعالیت لري.

هېواد کې د کب روزنې څه باندې دوه زره فارمونه فعالیت لري.


  • 3 کاله دمخه (06/04/2021)
  • خالد سهار
  • 1434

سمسور (سه شنبه - د وري - ۱۷) د کرنې او مالدارۍ وزارت د مالوماتو پر بنسټ، چې د هېواد په کچه دا مهال د کب روزنې څه باندې دوه زره او ۶۳۴ فارمونه شتون لري، چې د کال څه باندې دوه زره مټریک ټنه د کبانو غوښه تولیدوي.

یاد وزارت وایي، هلمند، کندهار، ننګرهار، کندز، ارزګان، کونړ او هرات هغه ولایتونه دي، چې د هېواد په کچه د کبانو تر نورو ولایتونو ډېره غوښه تولیدوي.

سرچینه وایي، چې شیرماهي، لقه ماهي، خال ماهي، طیاره ماهي، موري ماهي، قنات ماهي او مار ماهي، د افغانستان نوموتي کبان دي.

د سرچینې په خبره، چې د کرنې وزارت هر کال له ۸۰ څخه تر ۱۰۰ د کب روزنې مرکزونه جوړوي.