سمسور (سه شنبه - د وري - ۱۷) د پاکستان د پارلمان رئیس اسد قیصر روانه اوونۍ کې کابل ته راځي او دلته به له یو شمېر لوړ پوړو چارواکو سره وګوري.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، چې قیصر به د راتلونکې پنج شنبې په ورځ کابل ته راشي، چې موخه یې بېلابېلو برخکو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو ډېرېدل او د شته اختلافاتو له منځه وړل دي.
که څه هم افغان دولت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو په دې ورستیو کې پاکستان له افغانستان سره د سوداګري په برخه کې خپلې اړیکې ټینګې کړي او هڅه کوي، چې له همدې لارې له مرکزي اسیا سره ونښلي.
باید یاده شي، چې د عمران خان له راتګ وروسته دا لومړی ځل دی، چې لوړ پوړی پاکستانی چارواکی کابل ته راځي.