طالبانو د سولې له طرحې سره مخالفت ښودلی.

طالبانو د سولې له طرحې سره مخالفت ښودلی.


  • 3 کاله دمخه (07/04/2021)
  • خالد سهار
  • 1561

سمسور (چهارشنبه - د وري - ۱۸) طالبانو د ولسمشر محمد اشرف غني د سولې طرحه رد کړې ده او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې پایدارې سولې ته رسېدل د دوحې تړون له عملي کېدو پرته ناممکن دي.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ ویلي، چې افغانستان کې د پایدارې سولې لپاره د دوحې تړون عملي کېدل مهم دي او د سرغړونې په صورت کې یې د هر راز ناوړه پایلو مسؤلیت د مقابل لوري په غاړه ده.

که څه هم د مسکو په غونډه کې ګڼو هېوادونو د طالبانو له امارت سره مخالفت ښودلی؛ خو یاده ډله لاهم افغانستان کې په امارتي نظام ټینګار کوي او څو ځله یې له دې وړاندې هم د سولې خبرو کې خنډونه راپورته کړي وو.