امریکايي فعالین: بایډن دې افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي.

امریکايي فعالین: بایډن دې افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي.


  • 3 کاله دمخه (07/04/2021)
  • خالد سهار
  • 1584

یو شمېر امریکايي بنسټونو افغانستان کې پیل شوې اوږدې جګړې ته په اشارې ویلي، چې د امریکا نوې اداره باید په افغانستان کې د روانې جګړې د حل لپاره یوه مناسبه حل لاره ولټوي، ترڅو په یاد هېواد کې پیل شوې جګړه پای ته ورسیږي.

په امریکا کې د سرتېرو له حقونو د دفاع، پخوانیو پوځيانو، د پوځیانو د کورنیو اړوند او جګړې ضد، ګڼو بنسټونو په یوه لیک کې له ولسمشر جو بایډن غوښتي، افغانستان کې روانه جګړه ژر تر ژره ختمه کړې او هلته میشت امریکايي ځواکونه دې له یاد هېواد څخه راوباسي.

سره له دې، چې د دوحې تړون له مخې د امریکايي ځواکونو وتلو ته کمه موده پاتې؛ خو لاهم امریکا د خپلو ځواکونو د وتلو په اړه هیڅ تصمیم نه لري.

که څه هم په افغانستان کې روانه جګړه د نړۍ ګڼو دینې عالمانو هم ناروا بللې او ټولو نړیوالو هېوادونو هم له طالبانو غوښتي، چې افغانستان کې دې جګړه بس کړي؛ خو لاهم یاده ډله پر سولې باور نه لري.

باید یاده شي، چې جوبایډن د خپلې واکمنۍ په لومړیو وختونو کې ویلي و، چې د افغانستان جګړه به له دیپلوماتیکو لارو ختمه کړي.