روسیه: افغانستان کې د پایدارې سولې هیله لرو.

روسیه: افغانستان کې د پایدارې سولې هیله لرو.


  • 3 کاله دمخه (07/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1353

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې افغانستان کې د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت بې مخینې دی او روسیه هیله لري، چې په یاد هېواد کې پایداره سوله راشي.

د بهرنیو رسنیو د راپورنو له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې افغانستان کې روانه جګړه د سیاسي هوکړې له مخې ختمېدلی شي او تمه ده، چې نور په یاد هېواد کې روانه اوږده جګړه بس شي.

یاد وزارت په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې تازه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د افغانستان لپاره د مسکو له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره پاکستان ته تللی او هلته به د یاد هېواد له یو شمېر لوړ پوړو چارواکو سره د افغان سولې پر سر خبرې وکړي.

باید یاده شي، چې په دې وروستیو کې د افغان سولې لپاره سیمه ییزه او نړیواله اجماع پیاوړې شوې، چې په دې لړ کې به ۹ ورځې وروسته ترکیه په همدې په تړاو د یوې لویې ناستې کوربه وي.