انګلستانۍ سارا ټایلر په سل بالز ټورنمینټ کې غوره شوې ده.

انګلستانۍ سارا ټایلر په سل بالز ټورنمینټ کې غوره شوې ده.


  • 5 ورځي دمخه (07/04/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 43

سمسور (چهارشنبه - د وري - ۱۸) سارا ټایلر چې د انګلستان لوبډلې یوه تکړه لوبغاړې ده له اوږده ځنډ وروسته کرکټ ته راستنېږي.

سارا ټایلر د سل توپونو په ټورنمینټ کې د ګډون په موخه له ویلش فایر لوبډلې سره تړون لاسلیک کړ.

سارا ټایلر په دغو سیالیو کې د اخیستل کېدو وروسته خوښي ښودلې او یادونه یې کړې ده، چې دا به زمونږ لپاره ډېرې د خوښۍ شېبې وي؛ ځکه چې ګڼ شمېر کرکټرانې په کې ګډون کوي.

د ویلش فایر لوبډلې د سارا ټایلر په انتخابېدو خوښي ښودلې او هغه یې د خپلې لوبډلې لپاره کلیدي لوبغاړې شمېرلې ده.

سارا ټایلر له ۲۰۱۹ کال راهیسې هېڅ ډول کرکټ نه دی ترسره کړی، دا به لومړنی ټورنمینټ وي چې سارا په کې ګډون کوي.