امریکا د طالبانو هغه برید غندلی، چې تېره ورځ یې د کندهار پر هوایي ډګر یې کړی و.

امریکا د طالبانو هغه برید غندلی، چې تېره ورځ یې د کندهار پر هوایي ډګر یې کړی و.


  • 3 کاله دمخه (08/04/2021)
  • خالد سهار
  • 1205

سمسور (پنجشنبه - د وري - ۱۹) امریکا د طالبانو له لوري هغه برید غندلی، چې تېره ورځ یې د کندهار ولایت احمد شاه بابا پر نړیوال هوایي ډګر ترسره کړی و.

د امریکا متحده ایالاتونو دفاع وزارت د طالبانو د دغه برید په غبرګون کې ویلي، که څه هم د کندهار پر هوایي ډګر د تېرې ورځې برید کوم مالي او ځاني زیان نه دی اړولی، خو د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي زیاتوالی کولای شي، چې د سولې رامنځته شوې موقع له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.

د کندهار هوایي ډګر کې سلګونه امریکایي او ناټو سرتېري شتون لري.

باید یاده شي، چې طالبانو تېره ورځ ویلي وو، چې دا بریدونه يې په ارغنداب او پنجوایي ولسوالیو کې د بهرنيو ځواکونو د هوايي بریدونو په غبرګون کې کړي دي.