افغان ځواکونو په بهسودو کې د علیپور قرارګاه ونیوله.

افغان ځواکونو په بهسودو کې د علیپور قرارګاه ونیوله.


  • 5 ورځي دمخه (08/04/2021)
  • خالد سهار
  • 79

سمسور (پنجشنبه - د وري - ۱۹) افغان چارواکي وایي، چې تېره ورځ یې په میدان وردګ ولایت کې د ځایي خپل سري وسله وال علیپور قرارګاه نیولې.

د ۲۰۳ تند قول اردو له لوري په یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره ورځ ماښام د ګډو افغان ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو پر مهال د میدان وردګ ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د خپل سري وسله وال عبدالغني علیپور قرارګاه نیول شوې ده.

په یادې خپرې شوې خبرپاڼې د دغه عملیات په هکله ډېر مالومات نه دي ورکړل شوي.

د افغان ځواکونو دا عملیات داسې مهال دي، چې شاوخوا درې اوونۍ وړاندې د قومندان علیپور وسله والو په میدان وردګ بهسودو ولسوالۍ کې د افغان هوایي ځواک یو څرخي الوتکه رانسکوره کړه.

په دغه پېښه کې د څلورو عمله په ګډون نهه تنه امنیتي سرتېري ووژل شول.

یادې مسئلې په کور دننه د ګڼو افغانانو غبرګونونه راوپرول، چې یو خپل سری وسله وال افغان ځواکونه ننګوي او دولت لا هم د هغه په نیولو کې پاتې راغلی دی.