د افغان جګړې پای ته رسولو لپاره ټولې هیلې د ترکیې ناستې ته دي.

د افغان جګړې پای ته رسولو لپاره ټولې هیلې د ترکیې ناستې ته دي.


  • 3 کاله دمخه (08/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1492

سمسور (پنجشنبه - د وري - ۱۹) دیپلومات نشریې په ترکیه کې د افغان سولې په تړاو جوړېدونکي کنفرانس ته په اشاره سره ویلي، چې د ټولو اړخونو تمرکز پر دې دی،  څو په دغه کنفرانس کې د افغان سولې پروسه کې پرمتخګونه رامنځته شي، چې دغه مطلب ټولې هیلې همدې مسئلې پورې تړلي دي.

د نشریې په مطلب کې راځي ټولې خواوې په دې باور دي، چې افغان جګړه یوازې د مذاکراتو له لارې پای ته رسېدلای شي نو له همدې کبله د ترکیې کنفرانس ته هیلې ډېرې شوې دي.

سرچینې زیاته کړې، چې نړیوال او د سیمې هېوادونه باید له داسې لارو کار واخلي، چې افغان جګړه پای ته ورسوي او دوی نور له دې شر څخه خلاص کړي.

د یادې نشریې دا څرګندونې داسې مهال دي، چې د راپورونو پر بنسټ په ترکیه کې جوړېدونکي کنفرانس ته یوازې اته ورځې پاتې دي او شاوخوا لس ورځې به دوام وکړي.