د افغانانو د غږ غبرګونکي شاعران په شخړه کې را ګیر دي


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • حنان حبیبزی
  • 319

منبع: رویټر ،نړیوال خبرونه
لیکوال: حنان حبیبزی
ژباړن:نثار صمد
( حنان حبیبزی یو افغان لیکوال دی چی د خپل هېواد څخه یې رویټر او بی بی سی ته راپورونه تهیه کړي دي او فعلأ په لندن کې اوسیږي . په دې بلاګ کې ټول نظریات د ده خپل دي . )


روښانفکران او شاعران په افغاني ټولنه کی نفوذ کونکیً حیثیت لري . دا خو شاعران دي چی اکثرأ د عادي وګړو احساسات غبرګوي ، او د اشغال او کورنۍ جګړې په هکله د افغاني ذهنیت لویه برخه منعکسوي .
اوس اوس خو د افغانستان د غرونو او رغونو د خوشالتیا پر ځای د تازه وینو بوي راځي چې شاعران یې ورسره بوخت کړي دي . کله چې ما د یو افغان په حیث ، د هغوی مواد ولوستل ، نو د خپل هېواد حالت ټکان راکړ ، او په همدغه حالت کی مې د خپل حکومت او د نړیوالې ټولنې ناکامي ولیده .
کله چی بارک اوباما تیر کال د امریکا ولسمشریزه انتخابات وګټل ، نو د روښانفکرانو په شمول ډیر افغانان په دې ګروهه شول چی د بوش د عصر په ختمېدو سره د دوی ربړې او عذابونه هم پای ته ورسېدل .
خو د می د میاشتې پر ۴/۵ شپه په لویدیځ فراه ولایت کې د امریکې تر بم وریو  وروسته چې په لس ګونو  ملکي انسانان یې ووژل ، ګڼ شمیر کسانو خپله هماغه عقیده د لاسه ورکړه .
ځایی مشران وایي چې دغې حملې ۱۴۷ کسان ووژل . که دا حقیقت وي ، نو په ۲۰۰۱ کې د جګړې تر پیلېدو را وروسته دا تر ټولو خونړۍ حمله ده ، خو امریکایی پوځ بیا هم دا تور لګوي چی د ملکي کسانو شمیر تر حده غټ ښودل کیږی .
لاکن پر دغه تعداد تمرکز اصلی خبره بلې خوا ته وړي . دې وضعې افغانان له اصلي حالت نه اړولي دي او په غالب ګومان د هغوې هغه وروستیً باور چی پر اییتلافی ځواکونو یې درلود ، له منځه تللی دی .
د فراه یو اوسېونکیً حمیدالله وایي چې « موږ پر غلطه وو . امریکایان راغلي چې موږ ووژني . موږ په دې عقیده وو چې هغوی دلته راغلي تر څو زموږ راتلونکې بهتره کړي . مګر یا ، دوی ځکه ماشومان ، ښځې ، زاړه او هر کلیوال وژني چې وایي هغوی ټول طالبان دي . »
یو بل ځایی سړﺉ چی خان ولي نومیږي او په دې هوایی برید کې یې خپله خوښینه او یوه بله ښځینه خپلوانه له لاسه ورکړې وایی چې « امریکایي پوځ د بېګناه انسانانو په وژلو سره غواړي هلته په خپل هېواد کې ځانونه اتلان وښیًی . »
یو افغان ۲۸ کلن شاعر ، سمیع الله تړون پر افغانستان د شوروی اتحاد تر یرغل سمدستي وروسته زیږېدلی او د جنګ په دې لسیزو کې را لوی شوی دی . دﺉ چې یو وخت د کونړ د سیمې په دروکې  د ښکلو بیتونو له امله ډیر مشهور و ، نن د خپلو هنرمندو ملګرو غوندې د بهرنیو او کورنیو دواړو لخوا جګړې او ظلم ته راګرځېدلی دی ، یعنی :

دا ګنګوسې مو له پخوا اوریدې
چی زموږ واک به بیا جلاد نیسی
څوک به پخوا د مرده باد کی اوسی
څوک به طرف د زنده باد نیسی
د تاریخ سپینې او سپېڅلې پاڼې
د ځینو ځینو خلکو یاد نیسی
دا سپین لباس کی د نستوړو ماران
رانه کابل نیسی بغداد نیسی

تړون وایی چې حکومت د پردیو قدرتونو یو ګوډاګی او د جنګسالارانو او فساد غلام دی :

یو څوک په چل د آبادۍ په نامه
زور رانه واخلی رانه زر وخوري

دﺉ د یو نامتو شاعر په توګه ، چی خپل شعرونه د زرګونو کسانو مخې ته په غونډو کې اوروی ، نن د واکمنو او هم هغو لپاره چې واک غواړی ، یو تهدید ګرځېدلی دی . تړون وایی چې دﺉ د افغان استخباراتي شبکې لخوا تر څارنې لاندې دی ، چی تیر کال یې د ده پر خلاف یوه دوسیه هم خلاصه کړې او نن یې ژوند د خطر سره مخامخ دی .
حکومت او طالبان ولې د یو شاعر څخه باید وډاریږی ؟ په افغانستان کې شعرونه اکثرأ اوروَل کیږي یا په سندرو کی ویل کیږی ، او د لویی بېسوادۍ سره سره د عوامو د تاوده هرکلي سره مخامخ کیږي . شعري سیالیو ته په زرګونو خلک ورځي .
شاعري په افغانستان کې د پیړیو پیړیو راهیسې د عنعنو ، تاریخ او د کومې ځانګړې شېبې څرنګوالی غبرګوی . په ۱۸۸۰ کی د میوند د جګړې نکل داسی دی چی یوې ځوانی نجلۍ یعنی ملالۍ افغان جنګیالي وپارول چی برتانوي پوځ ته ماتې ورکړي . کله چی عسکر بې زړه شول او داسی ښکارېده لکه برتانویان چی یې ګټی ، نو ملالۍ زخمي پوځیانو ته ورغله او دا لنډۍ یې ورته وویله :
که په میوند کی شهید نه شوې
خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه

افغانانو هم مخ پر راواړاوه او برتانویان یې تر کندهاره پر شا وتمبول . که دا رښتیا وي یا نه ، خو ډیر افغانان هغه نکل منی .
پښتني شاعري د اعتراض یو اوږد تاریخ لري . د افغان تاریخپوه حبیب الله رفیع له قوله ، د نولسمې پیړۍ مصحح علامه محمود طرزی برتانویان په هغو اعتراضي شعرونو سره په قهر کړل چی په ټولو پښتنی سیمو کی ورته ویل کېدل .
کله چی روسان په ۱۹۷۹ کی راغلل ، نو شاعري یو ځل بیا د خلکو تر څنګ ودرېده . د اسحاق ننګیال شعرونه چی په ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ لسیزو کی لیکل شوي ، د هغه راکښنې یوه ښه بېلګه ده چی افغانانو د ظالمانو په وړاندی که هغوی بهرني یرغلګر وو ، یا هم مذهبی بنسټ پالان ، وښودل ، یعنی :
که می سر په بیخ کې غوڅ شی له تنې نه
که می زړه په منګول ووځی له سینې نه
د وطن په ننګ دا ټول په ځان منمه
زه افغان یمه خپل هوډ پوره کومه

کله چی نړیوالو ځواکونو په ۲۰۰۱ کی طالبانو ته ماتې ورکړه ، نو ډیرو شاعرانو دا هیلی غبرګې کړې چې هغوی به نو باالاخره د شوروي تر ننګې لاندې کمونیسټي حکومت ، مجاهدینو  او هم طالبانو تر اوږدو کلونو وروسته سوله او نیکمرغي راوړي . خو د عادی افغانانو ربړو ادامه لرله : فقر زیات شو ، فساد ډیر شو ، او د خپل ولس د ځپنې لپاره د حکومت کړنی راپیل شوې . شاعران هم خپه شول او خپله غُصه یې د اییتلافی ځواکونو خوا ته واړوله .
تیر کال د هرات ولایت د شینډنډ په ولسوالۍ کی د امریکایی پوځ د حملې څخه وروسته ۴۷ کلن  نادر جان خپله ویسا له لاسه ورکړه . دﺉ وایی چی « موږ د حامد کرزي د سلطنت لپاره خپلی رایی ورکړي وې تر څو یو سوله ییز ژوند ولرو . خو د هغه پر ځای مرګ راکول شو . ما ولیده چی څنګه د نوآباد کلی تر امریکایی حملې لاندی راغی او څه باندی ۱۰۰ ملکي انسانان یې ووژل چی ۷۰ یې ماشومان او ښځی وې . آیا کوچنیان هم د امریکایانو پر خلاف جنګیږی ؟ ما وپوښتل چی هغوی کوم غلط کار کړی و ؟ »
یو پوخ شاعر پیر محمد کاروان پر هغه ناوې او زوم باندې ویر څرګندوي چې د واده پر مهال په بم ورۍ کې ووژل شول :

دلته چی نجونې د بنګړو په ژبه
چمبو ته راوړي د واده سندرې
د امریکې په راکټونو باندې
سورۍ سورۍ یې شي د زړه سندرې

پای