ځایي سرچینې:  خوست کې ۶ طالبان وژل شوي.

ځایي سرچینې: خوست کې ۶ طالبان وژل شوي.


  • 3 کاله دمخه (08/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 910

سمسور( پنجشنبه- د وري - ۱۹) د خوست په صبریو ولسوالۍ کې تېر ماښام طالبانو د افغان ځواکونو پر الوتکو ډزې کړي، چې په ځوابیه برید کې یې ۶ طالبان وژل شوي.

د خوست ولایتي ځواکونو له مرکز څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان ځواکونو د خوست په صبریو ولسوالي کې هوایي ګزمه وهله، چې طالبانو پرې ډزې کړي او د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې ۶ طالبان وژل شوي دي.

باید یاده شي، چې د خوست په صبریو ولسوالۍ کې طالبانو تر دې وړاندې د امریکایي ځواکونو پر اډه هم توغندیز بریدونه ترسره کړي وو.

طالبان تر دې مهاله بیا څه نه دي ویلي.