سویتا یوه هېره شوې سینمایي لوبغاړې

سویتا یوه هېره شوې سینمایي لوبغاړې


  • 3 کاله دمخه (09/04/2021)
  • یوسف هېواددوست
  • 1552

نن مې هغه ورځ را په یاد شوه چې د هنر او ادبیاتو په اداره کې هلته په خپل دفتر کې د یوې راډیویي ادبي خپرونې د متن په لوستلو او چک اخته وم چې زموږ د سینما د روښانه ستوري احد ژوند او یوشمېر نورو تکړه ممثلینو سره یوه بله خورکۍ هم زما دفتر ته راغلل او له روغبړ وروسته پوه شوم چې دا نوې نجلۍ غواړي دلته راډیو تلویزیون کې د پښتو ممثلې په توګه کار وکړي .خدای شته ډېر خوشاله شوم چې د پشتو برخه د دغه شان ځوانانو به راتګ سره لاپسې پیاوړې شي.ما ترې د نوم پوښتنه وکړه ، په خندا یې راته وویل ( صیب سویتا مې نوم دی د میدان وردکو یمه خو دلته کابل کې زېږېدلې یمه او د ښوونځي ترڅنګ له تمثیل سره ډېره مینه لرمه ...)، خدای شته جې ما د دې خبرې واورېدې پوه شوم چې سویتا جانه به یو وخت د تیاتر او سینما تکړه لوبغاړې شي .ارواښاد استاد ف .فضلي او نورو مسولینو ورسره موافقه وکړه او په کار یې پیل وکړ او ډېر ژر داسې ورځ هم راغله چې په رښتیا هم سویتا د سینما او تلویزیون د تمثیل د برخې ستوری شوه.

اصلا سویتا جانه په ۱۳۵۲ ل کال کې کابل کې زېږېدلې او هغه کال چې راډیو تلویزیون ته راغله خدای مې دې غاړې نه بندوي ۱۳۶۹ ل کال و چې ما د راډیو افغانستان د هنر او ادبیاتو د ادارې مسولیت درلود .سویتا جانه لومړی افغانفلم ته ورغلې وه او له هغه ځایه د پښتو فلمونو نامتو ممثل ، سناریست او ډایرکټر ښاغلي احد ژوند سویتا جانه ما ته او ما د تیاتر او تمثیل د برخې مشر او استاد مرحوم ف.فضلي ته وروپېژندله.

سویتا جانه پخپله وایي : 

((په کال ١٣٦٩ کې په تلويزيون يو اعلان راتلو چې( پښتو څانګې ته د ښځينه ممثلې ضرورت دى مينوال دې تشريف راوړي ،) په همدغو ورځو کې زه افغان فلم ته راغلې وم او په يو سينمايي فلم چې الماس سياه نوميده د يوې وړې نجلۍ چې د مکتب شاګرده وي رول ولوباوه ، د احد ژوند په مشوره تاسو ته درغلو ستاسو دفتر ته ژوند هم راسره وه زه يې تاسو ته معرفي کړم تاسو زه ف فضلي صاحب ته وروستم ،فضلي صاحب چې د مومين خان او شيرينو راډيو ډرام تر لاس لاندې درلود عاجل يې په دغه ډرامه کې يو رول راکړ او ما هم تمثيل کړ ، دا وه زما د کار آغاز ،دې نه پس به په هر راډيو ډرام او راډيو داستان کې مرکزي رول د نورو ممثلینو ترڅنګ زما وه ،خوشبختانه چې په هر رول کې به زما پارټنر عنايت شفق صاحب وه ،عنايت شفق چې زمانه ډير مشر او تجربه کار وه په خپل بې مثال تمثيل به يې زه هم ښه تمثيل ته اړ کړم ، په سلګونو راډيويي داستانونو او ډرامونو کې ولوبيدم او په سلګونو راډيويي تمثيلي پارچو ، کورنى ژوند خپرونه چې هر سهار به خپريده ، د جمعې ډالۍ ، دې ټولو کې زما شتون حتمي وه ، دې سره تلويزيوني پارچې هم ما وکړلې چې خلکو ډېرې خوښې کړې ، حاجي صاحب کامران سره په تقریبا هره پارچه کې زه وم ، ارواښاد ف .عبادي ،ارواښاد اطرافي ، خاکسارصاحب ،ارواښاد استاد منان ملګرى ، ارواښاد استاد ف فضلي صاحب ، دې ټولو سره ما په تلويزيوني پارچو کې هم کار وکړ ، ددې تر ځنګ مې په دوه تلويزيوني فلمونو کې کار وکړ چې يو يې اختطاف نوميده بل د کونډې زوى ، په دغه دواړو فلمونو کې ما منفي نقشونه ولوبول ، او ځينې سينمايي فلمونه هم لرم چې يو يې پښتو فلم وه د سناريو طرحه يې د ارواښاد سليمان لايق صاحب وه ، دا فلم د کوڅو سرګردان نوميده ، همدا شان عروج ، اراده ، آتش ،الماس سياه ،فلمونو کې هم ولوبيدم ، بيا پيښور ته راغلم دلته د بي بي سي راډيو ډرامه وه نوى کور نوى ژوند ، بس له هغه وخت نه تر اوسه دا ډرامه زما او زه ددې ملګرې يم ...)) 

وګورئ ګرانو دوستانو ! زما وړاندوینه په پای کې رښتیا شوه .سویتا لاړه د افغاني سینما او تیاتر ستوری شوه او دا دی خپل خلک پرې ویاړي .

ددې تر څنګ زه باید دا هم ووایم چې سویتا جانې څه موده ژورنالیستیک کار هم کړی او هغه داسې چې هغې څه موده د( سرخط ورځپاڼې )سره چې په کابل کې چاپیږي هم کار وکړ او د پيښور راډيو سره یې هم څلور کاله کار وکړ.

زه د یو پخواني ممثل او د تیاتر د څانګې د یو کارکوونکي او شاګرد په توګه ویاړم چې زموږ تیاتر او سینما داسې ستوري لري خو دا ستوري به هغه وخت لا وځلیږي چې دولت او په دولت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ،افغانفلم ،راډیو تلویزیون او مسلکي څانګې لکه د هنرمندانو اتحادیه دا ټول لاسونه سره ورکړي او د دې برخې هنرمندان په خپلې غېږ کې ونیسي ، حمایت او ملاتړ یې وکړي او د ښه کار او هوسا ژوند امکانات ورته برابر کړي .

سویتا جانې خورکۍ ته روغتیا، لا بری او نېکمرغي غواړم .