د سر درد چې د ډېرو لاملونو څخه رامنځ ته کیږي، یو څو لاملونه یې دلته درته په دغه لیکنه کې څرګنديږي.
لومړی خو سر درد د خپله ناروغي نه ده بلکې د یوې وجې له کبله رامنځ ته شي.
۱ . کله چې معده خالي شي یعنې ولږه غلبه وکړي، نو په سر باندې درد راشي.
۲ . دا چې په ننني عصر کې د کمپيوټر، موبائيل، تلوېزون استعمال او کارونه زیات شوې او ډېرو وخت يې استعمالوي که چېرې دغو څېزونو ته زیات وخت وکتل شي نو د انسان په دماغو بوج راشي او سربېره پردې چې سر ورسره درد کوي ، سترګې هم ورسره کمزورې کیږي او د سترګو درد هم . نو چې کله کپيوټر، موبائيل، تلوېزون ته کښېنئ له اړخ نه یې مه ګورئ باید ۱۰۰ ٪ فیصده مخامخ ورته وکتل شي.
۳ . د زیات خوب له وجې هم سر درد کوي، هر انسان چې عمر یې له ۱۸ کالونو پورته وي باید ۶ یا ۷ ساعته خوب وکړي.
۴ . د کم خوب یعنې بې خوبي له وجې هم په سر درد راځي. که د دې له وجې مو په سر درد وه نو لږ ارام یا ستراحت وکړئ.
۵ . د خفګان له وجې هم په سر درد راتلی شي. مثلاً : یو څوک داسې خبره واوري چې د زغم نه وي . د سر درد لامل یې ګرځي.
۶ . د وينې لوړ فشار او د وينې ټيټ فشار له دواړو وجو سره په سر درد کیږي.
۷ . د زیاتې ژړا او د ډېرې خندا له امله هم په سر درد راځي.
۸ . د ډېرو خبرو کولو له کبله هم په سر باندې درد غلبه کوي.
۹ . د غاښ درد له وجې هم په سر باندې درد راځي.
۱۰ . په اوبو کې د زیات وخت لمبلو له امله هم د سر درد منځ ته راځي.
۱۱ . والګی : یعنې د زکام له وجې هم په سر درد راځي.
۱۲ . د زیاتې مطالعې او زیات وخت خط لیکلو سره هم د سر درد لامل کيږي.
۱۳ . د زیاتې رڼا له وړانګو سره هم د سر درد لامل کېږي.
۱۴ . د زیاتې ستړيا او ستومانۍ له وجې هم په سر درد راځي.
۱۵ . د زړه تنګي له وجې هم د سر درد لامل کيږي.
یادونه : کله مو چې په سر درد وه په دسمال یې مه تړۍ له دې سره به درد لا هم زیات شي .
شین چای به درسره د سر په درملنه کې مرسته وکړي، ځکه په شین چای کې کافين ماده شتون لري، چې د سر درد مخنیوي کوي.
ډاکټره رحیمه سادات