د ای پي ایل په لومړۍ لوبه کې دفاعي اتله ممبیي ماته شوه.

د ای پي ایل په لومړۍ لوبه کې دفاعي اتله ممبیي ماته شوه.


  • 3 کاله دمخه (10/04/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 1396

سمسور (شنبه - د وري - ۲۱) د هندوستان غوره لیګ، چې اته لوبډلې په کې ګډونوالې دي پرون د اپریل په نهمه نېټه د بنګلور او ممبيي په لوبه پیل شو.

په دغه لوبه کې پچه د بنګلور لوبډلې وګټله او لومړۍ یې د توپ اچونې پریکړه وکړه. ممبيي انډینز لوبډلې په لومړي وار توپ وهنه کې د نهه لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۹ منډې جوړې کړې او د ۱۶۰ منډو هدف یې بنګلور لوبډلې ته کېښود. د ممبيي لپاره سوریا کمار یادوف ۳۱ او کریس لاین ۴۹ تر نورو زیاتې منډې جوړې کړې. د بنګلور لپاره هرشل پټیل ښه توپ اچونه وکړه او پنځه لوبغاړي یې وسوځول.

بنګلور لوبډلې د ۱۶۰ منډو هدف په وروستي اور کې پوره کړ او په دوه ویکټو یې دفاعي اتلې ممبیي لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د بنګلور لپاره ګلین مکسویل ۳۸ او اي بي ډیویلرس ۴۸ منډې جوړې کړې.

د ممبيي لپاره بومرا او مارکو جانسېن دوه، دوه وېکټې واخېستې.

ددغې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه هرشل پټیل ته ورکول شوه، چې په څلورو اورونو کې یې ۲۷ منډې ورکړې وې او ۵ لوبغاړي یې سوځولي ول.

نن ماښام شپږ نیمې بجې چینای سوپر کینګز له ډیلي کپیټلز لوبډلې سره مخامخ کېږي.

حضرت علي میاخېل