د ديارلس سوه درې اتيايم كال د جوزا د مياشتې دريمه نيټه وه ، د كابل د تعليمي او تربيي پوهنتون په يوه برخه كي په درس ويلو بوخت وم چي ناڅاپه مي سترګي چا د شا لخوا پټي كړي ، كله مي چي په لاسو ورته لاس ورګرځاوه ، پوه شوم چي له هدايته پرته بل څوك نشي كيداې.سلام هدايت جانه دا دوه دري ورځي چيرې وي ؟ څه به درته وايمه احمده پريږده چي پخپلو سوچونو كي غرق ووسوم ، هو ! دا دويم كال وو چي زما له هدايت سره پيژندنګلوي شوه او د پوهنتون د ټولو همصنفيانو په ډله زما او ددي ملګرتيا ځانګړې بڼه درلوده په دغه موده كي دا لمړي ځل وو چي ما دري ورځي هدايت نه وليدلي په تيلفون مي ورسره څو ځلې خبري كړي وي خو كله چي مي په دغه ورځ وليد يو څه حيرانه غونډي شوم ځكه چي په لمړي ځل ما د هغه په تور بخن مخ كې تقريبآ زيړوالې وليده ،دومره د حيرانتيا خبره نه وه خو ما له هغه څخه و پوښتل څه چل شوي ولي د رنګ زيړ حالت دې راته ښه نه ښكارې ؟ ياره احمده څه يي كوي هغه ورځي يي بيا راته سپك سپري وكړي
زه د هدايت له كنايه ډوله خبرې پوه شوم چي هغه پرته له مريمه بل څوك نه يادوي . بايد ووايم په هغه ټولګې كي چي مونږ زده كړه كوله څه باندي څلوئښت كسه نجوني او شاوخوا پنځوس كسه هلكان وو ، هدايت په رنګ تور له قده ميانه او د ښي زده كړي خاوند او د افغانستان له شمالې ولاياتو څخه وو اومريم چي په رنګ سپينه، شنې سترګي او دجګې ونې څښتنه او تل به يي به داسي غرور كاوه چي په نړې تر دي ښكلې نه پيدا كيږي نو د تل لپاره به يي څلورو خواوو ته په داسي يو انداز كې كتل تا به ويل چي اوس مي زړه له ټټره په منګولو راباسي . هدايت له تير يوه كاله په مريم مين شوي خو مريم يي كله سلام ته وعليك هم نه وو ويلې ، هدايت چي كله زما تر څنګه ولاړ وو ما وغوښتل چي بل څه ترې پوښتم چي فكر يي بدل شي خو راته يي وويل احمده كه دا نجلې زما نشي نو په دي دنيا كي د ژوند كولو لپاره هيڅ نلرم . ما ورته وويل هدايته ! ځان نه راته ماشوم مه جوړه لوې سړي يي ته ورسره يوځل بيا خبري وكړه كه چيري داځل يي هم درته غاړه كينښوده نو لارې ډيرې دي، يابه يي كورته جرګه وليږو او يا به د ټولګې كومه بله نجلې ورته واسطه كړو او كه چيرې دا ټولې لاري بندې شوې نو په افغانستان كي د نجلو څه كمې خو نشته ، هغه تر يو سوړ اسويلي ورسته وويل زه به د ورستې ځل لپاره ورته ووايم خو كه ويي نه منله نو ...... نور يې څه ونه ويل ماته يي لاس راكړ او ويل چي زه صبا نه راځم او ولاړ ، ماته چي هم هدايت له ځانه ډير ګران وو، و مې غوښتل چي په اړه يي يو څه فكر وكړم يو ځل مي داسي پريګړه وګړه چې ورشم مريم ته و وايم چي ددي هلك مرګ او ژوند ستا په لاس كي دي خو بيا چي كله د هغه انداز را په ياد شو ، چي د هدايت لپاره زما خبري ته هم غوږ نږدي نو له دې خبري لاس په سر شوم ، او داسي پريګړه مې وكړه چي صبا د صنف يوه نجلې ورته ضرور واسطه كوم ،صبايي چي د چهارشنبي ورځ وه مي نشوكولاې چي پوهنتون ته ولاړ شم ، د پنجشنبي په ورځ د درسونو دومره مزه نه وه د جمعې تر رخصتې ورسته پوهنتون ته ولاړم څنګه چي په لس كم اتو بجو صنف ته ننوتلم له ورستو څخه چاغږ وكړ احمده ته لا دلته يي ؟ تر دي وړاندي چي مخ واړوم پوه شوم چي غږ د چا دي خو د هغه ورستي خبري چي ته لا دلته يي زما غونې زيږې كړې پوه شوم چي هره خبره ده نو د هدايت ته ور پيښه ده ، ځكه چي زما او د هغه په ملګرتيا د صنف پرته د پوهنتون يو شمير نور زده كونكې هم خبر وو ، ما چي كله مخ ور واړه زمونږ يو بل ټولګيوال وو راته وې ويل چي هدايت د وزيراكبرخان روغتون په عمليات خونه كې دې ، هغه راته و ويل راځه كه ځې چي نور همصنفيان هم ور روان دي . هغه په څو ګړنديو ګامونو بهر خواته روان شو ، زه هم ورپسې ور روان شوم خو دومره پوهيدم چې غونې مې زيږې ويښتان مي ولاړ او رنګ مې زيړ دي ، خو چي كله بيرون ته ووتلم ګورم چي د لسو او پنځلسو په منځ كي زمونږ د ټولګې هلكان او نجونې په تونس موتر كي ناست او ماته انتظارباسې ، زه چي څنګه ور پورته شوم موتر حركت وكړ ټولو د هدايت په اړه بيلا بيلي خبري كولې ، ما هر څه اوريدل خو د څه ويلو وس راكې نه وو ، نه پوهيږم چي پس له څومره وخته موتر بريك شو او ټولو په كښته كيدو پيل وكړ زه پوه شوم چي هدف ځاې ته ورسيدو نو زه هم كوز شوم او همديو پسې روان شوم كله چې دريم پوړ ته ورجګ شو، ګورم چي په انتظار خونه كې د يوشمير نورو كسانو ترڅنګ دوه نفره چي يو د څلويښتو او پنځسو كالونو ترمنځ عمر لري او بل يي ځوان وو، د پوخ عمر خاوند خو مي په لمړې نظر و پيژاند چې د هدايت پلار دې خو ځوان هم راته د هغوې د كورنې غړې ښكاريدو او همداسي هم وه هغه يي د ترور ځوې وو . مونږ ټول په ګډه ورغلو د هغه له پلار څخه مو پوښتنه وكړه چي په هدايت څه شوي دي . هغه په داسي حال كې چې په سترګو ېې نم ښكاريده وويل چې تر دې وړاندې هم هدايت څو ځلې داسي شوې و خو داځل نه پوهيږم چې څه پرې شوې دې ، ډير په ستونزو كې دې مونږه ټولو پوره دوه ساعته د عمليات خونې په وړاندې انتظار وكړ ،كله چې ډاكټران له يادشوې خونې څخه بهر شول وويل چې هدايت مسموم شويدې ، كله چې هغه ېې په تذكرې كې له عمليات خونې څخه بهر كړ ،مونږه ټولو وليد چې رنګ ېې تګ زيړ او د بي هوښي په حالت كې وو ، زمونږ له ډلې څه كسان پاتې شول چې ترڅو هغه په هوښ شي او ځينې ولاړل ، كله چې هدايت د نيمه بې هوښي حالت ته را ورسيد نو په يو غږ به يي مريم ته د مينې نارې وهلې كله چې پلار پوښتنه وكړه چې دا څوك ياد وې نو زمونږ يو هم ټولګيوال ورته وويل چي دا زمونږه هغه همصنفې ياد وې چې دا ورسره مينه لرې . د هدايت د نيمه بي هوښي حالت ډير دوام وكړپه ژړا ته ورته چغو كي به يي همدا وويل مريم زه له تا سره مينه لرم ، مريم زه له تا سره مينه لرم ، ډاكټرانو وويل چې دا څوك غواړې را ېې ولې ورته كه نو ددې دا حالت به نور هم دوام وكړي كه چيرې د هغه غږ وارو نو كيداشي له دې حالت څخه بهر شي ، مونږ پس له ډير خبرو اترو په پدۍ سلا شو چې مريم ته زنګ ووهو ، كله مو چې هغه ته زنګ واهه ټيلفون مورېې پورته كړ ، او د هدايت د پيښې تر يادولو ورسته دمريم مور تر ډيرو سپكو كلماتو ويلو ورسته چې زه يي دلته په يادلو شرميږم تيفلون بند كړ ، ماښام شو ټول خپلو خپلو كورنو ته ولاړل ، خو زه تر سبا سحره هدايت ته ناست ووم ،صبا په لسو بجو هدايت په هوښ شو ،ډاكټران ېې شاوخوا ته راټول شول او ورسته تر پښتنو يي د هدايت پلار ته وويل چې ځوې دې تر لسو زيات ديازې پم ګولې خوړلې وې ، پلار يي چي كله په دې خبره پوه شو چې ځوې د پردي نجلې لپاره د خودكشي تر حده هڅه كړيده په ډيرو تندو كلماتو يي وويل كه چيري زه خبر وايي چې دې داسي بي غيرته كار كړيدې تر دې وړاندې چې ما دې روغتون ته رواستې وې ما په خپله ددې په غاړه چاړه را ښكله . ددې خبرو ورسته پلار ېې په ډير احساساتې ډول له روغتون څخه بهر شو ما ورپسي منډه كړه خو له زينو ښكته شوي وو . هدايت دوه ورځې نور هم په شفاخانه كې پاتې شو بيا تر خارجيدو ورسته د دوه شپي له ما سره وكړې او بيا ورسته خپل كور ته ولاړ . هدايت ورځ په ورځ د ليونتوب خواته روان وو له يوې خوا د كور تر فشار لاندې او له بلې خوا د مريم غمونو د ليونتوب سمندر ته كوز كړې وو .ورځې په شپو پسي تيرېدې او شپي په ورځو پسي له دوهم ټولګې څخه دريم ټولګې ته شو ، ښه مې په ياد نه دې چې د دريم ټولګې اتمه كه نهمه ورځ وه چې په دهليز كې هدايت له مريم سره مخامخ شو ، زه يوه اندازه له دوې څخه لرې ولاړ وم خو د دوې خبرې مې ښي روښانه اورېدې . هدايت ورته په ژړغونې اواز وايي چي د خداې لپاره زما مرګ او ژوند ستا په لاس كې دې لږ څه رحم وكړه ، خو مريم پرته له كومه ځوابه هدايت ته داسي يو څپړه وركړه چې تر اوسه پورې ېې غږ زما په غوږونو كې څرخې را څرخې هدايت پرته له دې چې كوم عكس العمل وښي د بيرون په طرف رهې شو .
هدايت چې كله كور ته تللې وو شاوخوا يو ليتر تيزاب يي څكلې وو ، د تيزابو د څكلو له امله هدايت د دوهم ځل لپاره درې مياشتي په روغتون كې پاتې شو زه به چې كله پوښتنې ته ورتلم نو دا به يي راته ډير وويل چې مريم جانه څنګه وه ،ايا ما ياد وي ؟ خو دا ورته و نه واېې چې هدايت په روغتون كې د تيزاب د څكلو له امله د ورځې دري څلور وارې وينه ګرځوې . كله چې هغه له روغتون څخه بهر شو په پوهنتون كې هم يو كال پاتې راغې ځكه چې زمونږ سيستم كريډت وو او هيڅ ډول تصديق پكې د منلو وړ نه و ، مونږ څلورم ته ولاړو او هغه په دريم ټولګې كې پاتې شو ، يو كال بل هم پسۍ تير شو كله چې سهار مهال زه پوهنتون ته راغلم هدايت مې وليد ګمان نه كيده چې دا هغه هدايت وي ځكه چې ډير يي په څيره توپير راغلې وو خو په سهره كې د خوشالې نښې نښانې له ورايه معلوميدې ، هدايت را ته وويل چې راشه كانټېن كې كيښنو چې ډيره د خوښې خبره درته كوم ما داسي فكر كاوه چې ضرور په د مريم په اړه څه واېې خو هغه دا ځل بل څه راته وويل احمده ته پوهيږي چې زه دوه ورځې وړاندې نامزاد شوي يم ما ورته وويل چې له مريم سره . هغه وويل نه ياره ما هغه بلكل له هيره ايستلې ځكه چې ما دوه ځلې ځان د هغه لپاره د مرګ تر حده ورساوه خو هغه خپل غوږ هم و نه ګاراوه ، ما هم ورته وويل چې ځه ډير ښه و شو چې له دې مصيبته خلاص شوي. ښه دا وايه ځوانه! چې پيغله څوك ده ؟ زمونږ د لرې خپلوانو له ډلې ده ، له هيره مې نه وځې چې تر يوې مودې ګرم بنډار ورسته هدايت په ډيرې خوشحالې له ما څخه ولاړ او هغه موسكايي تر اوسه زما ياديږي ، سربيره پردې چي په ورستې كال كې هغه له ما سره په صنف كي يوځاې هم نه وو خو ما به كله نا كله د هغه پوښتنه كوله ، زمونږ د ورستې كال ورستې شيبئ وې چې زمونږ يو هم ټولګيوال ټولګې ته راننوت او په لوړ اوز يي وويل چې زړونه يي ريږدول (هدايت مړ شو) په لمړيو كې خو هيچا پرې باور نه كاوه خو ورسته ټول پدې پوه شول چي دا خبره واقيعت لرې . د هغوې كور د كابل د باغ بالا په دهن نل سيمه كې وو د هغوې كورته ولاړو او په جنازه كې مو برخه واخيسته ،په دې پوه نشوم چې له پوهنتونه نور څومره كسانو ګډون كړې خو په ورستيو كې چې د پوهنتون ډير محصلين ولاړ وو د هغه ، هغه ترور ځوې مو را پيدا كړ چې په روغتون كې مو ورسه ليدلې وو ، كله مو چې هغه څخه د هدايت د ناڅاپي مرګ په اړه پوښتل په دې پوه شو چې د تيزاب تر څكلو ورسته هغه ته د سرطان ناروغې پيدا شوي وه او ترور ځوې يي دا هم وويل چې يوه اونې وړاندې د هغه چنغلې هم ځواب وركړې چې زه له تاسره واده نه كوم ځكه چې ته د سرطان ناروغې لرې ، هدايت اوس د خرورنو خاورو لاندې پروت دې او خلك يي د قبر پر سر د جمعې په شپه څراغ روښانوې او جنډې پرې تړې خو مريم ښه خوشاله ده تر اوسه يي كله داسي يادونه هم نده كړې چې يوځوان د هغه د ښكلا له لاسه مړشوې او اوس له خاورو سره غاړه غړې پروت دې ، روح دې ښاد او اباد وې
پاې