خلیلزاد: نړۍ تمه لري افغانستان له یوې طرحې سره د ترکیې غونډه کې ګډون وکړي.

خلیلزاد: نړۍ تمه لري افغانستان له یوې طرحې سره د ترکیې غونډه کې ګډون وکړي.


  • 3 کاله دمخه (11/04/2021)
  • خالد سهار
  • 1661

سمسور (یکشنبه د وري ۲۲) د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، نړۍ تمه لري، د افغانستان اسلامي جهموریت د استانبول په ناسته کې د سولې له یوې طرحې سره ګډون وکړي.

عین حال کې د ملي پخلاینې عالي شورا ویلي، د سولې په هکله د مختلفو طرحو توحید په برخه کې یې مهم ګامونه اخیستي او تمه ښيي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت به له واحدې طرحې سره د ترکیې په ناسته کې برخه واخلي.

دا خبرې کابل ته د زلمي خلیلزاد سفر پر مهال له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله سره په لیدنو کې مطرحه شوې دي.

خلیل زاد داسې مهال کابل ته سفر کوي، ټاکل شوې، چې په راتلونکو څو ورځو کې د افغان سولې او سیاسي واک د وېش پر سر د امریکا په غوښتنه په ترکیه کې د ملګرو ملتونو په کوربتوب یوه مهمه غونډه جوړه شي.