افریقا په خپل کور کې یو ځل بیا له پاکستان ماتې وخوړه.

افریقا په خپل کور کې یو ځل بیا له پاکستان ماتې وخوړه.


  • 3 کاله دمخه (11/04/2021)
  • 1572

سمسور (یکشنبه د وري ۲۲) د افریقا په کوربتوب د څلورو شل اوریزو لوبو لومړی لوبه پاکستان لوبډلې وګټله.

په دغې لوبه کې افریقا د پچې په ګټلو سره لومړۍ توپ وهنه وکړه. سویلي افریقا لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۸ منډې جوړې کړې او د ۱۸۹ منډو هدف یې پاکستانۍ لوبډلې ته کېښود. د افریقا لپاره هین ریچ کلاسین ۵۰ او ایډین مارکرم ۵۱ تر نورو زیاتې منډې جوړې کړې.

د پاکستان لپاره محمد نواز او حسن علي دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

پاکستانۍ لوبډلې د ۱۸۹ منډو هدف په وروستي اور کې پوره  کړ او په څلورو ویکټو او یو بال یې د افریقا لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د پاکستان لپاره فخر زمان ۲۷ فهیم اشرف ۳۰  او محمد رضوان ۷۴ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

د سویلي افریقا لپاره تبریز شمسي ۲ او هینډریکس ۳ لوبغاړي وسوځول.

ددغې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه محمد رضوان ته ورکول شوه، چې ۷۴ ناسوځېدلې منډې یې جوړې کړې وې. ۹ یې څلوریزې او دوه یې شپږیزې وهلې وې.

له دې وړاندې د پنځوس اوریزو لوبو سیریز ۲ـ۱ پاکستان لوبډلې ګټلی وه.