سمسور (یکشنبه د وري ۲۲) ننګرهار ولایت کې پنځه طالبان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.
د یاد ولایت د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وایي، افغان ځواکونو د دغه ولایت په حصارک ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي.
د خوږیاڼي په وینا د یاد عملیات پر مهال پنځه تنه طالبان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.
د والي ویاند زیاتوي، چې همداشان د عملیاتو په پایله کې د طالبانو دوه کړۍ خود ساخته ماینونه او مختلف ډوله تجهیزات او وسایل هم د امنیتي ځواکونو له لوري له منځه وړل شوي دي.
تر دې دمه طالبانو د افغان چارواکو دغې ادعا ته کوم غبرګون نه دی څرګند کړی.
باید یاده شي، چې په دې وروستیو کې د ننګرهار ولایت په حصارک، شېرزاد او بېلو نورو ولسوالیو کې د افغان ځواکونو عملیات دوام لري.