کندهار کې اته ویشت طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

کندهار کې اته ویشت طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.


  • 3 کاله دمخه (11/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1338

سمسور (یکشنبه د وري ۲۲) افغان چارواکي ادعا کوي، چې کندهار ولایت کې اتلس طالبان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي. 

د ملي دفاع وزارت وایي، چې تېره ورځ افغان ځواکونو د هوايي قواوو په مرسته د یاد ولایت ارغنداب، شاه ولیکوټ او ژېړۍ ولسوالیو کې عملیات ترسره کړي.

سرچینه وایي، چې د دغو عملیاتو پر مهال د طالبانو یو شمېر وسلې، مهمات، ماینونه او وسایط هم له منځه وړل شوي دي. 

بل لورته وسله والو طالبانو تر دې مهاله د یادو تلفاتو په هکله څه نه دي ویلي.

افغان چارواکي وایي، د دوی د ځواکونو په تصفیوي عملیاتو کې په دغه ولایت کې یو شمېر هغه سیمې بېرته نیول شوي، چې پخوا به د طالبانو تر ولکې لاندې وې.

د یادونې ده، چې له تېر څه وخت راهیسې په دغه ولایت کې د افغان ځواکونو او طالب جنګیالیو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.