سمسور

خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه

چارشنبه د ١٤٠٣ لمريز کال د سلواغې ٣
ولسمشر غني: طالبان دې یوه جرګه کې خپل دردونه او وړاندیزونه شریک کړي.

ولسمشر غني: طالبان دې یوه جرګه کې خپل دردونه او وړاندیزونه شریک کړي.


  • 3 کاله دمخه (11/04/2021)
  • خالد سهار
  • 1707

سمسور (یکشنبه د وري ۲۲) ولسمشر غني د کوهدامن ولسي غونډې ته خپل پیغام کې وویل، راتلونکو ټاکنو کې ګډون نه کوم، د یو او بل د منلو پربنسټ، پر وسله والو طالبانو یوځل بیا غږو کوي، چې په لویه جرګه کې ګډون وکړي او خپل دردونه او وړاندیزونه له خلکو سره شریک کړي.

هغه وویل، سوله د ټولو افغانانو غوښتنه ده، طالبان دې د ولس غوښتنه ومني او اوربند دې وکړي.

نوموړي زیاته کړه، له جګړې نه سولې ته د لارنقشې لپاره یوې سیاسي هوکړې ته رسېدو، د سولې د یوه حکومت جوړېدو او یوه ټاکنیز حکومت جوړېدو ته اړتیا لري.