د ترکیې کنفرانس ته طرحه بشپړه شوه.

د ترکیې کنفرانس ته طرحه بشپړه شوه.


  • 3 کاله دمخه (11/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1316

سمسور (یکشنبه د وري ۲۲) د ترکیې کنفرانس ته د اففان سولې په تړاو طرحه بشپړه شوې ده.

د ملي روغې جوړې عالي شورا ویلي، چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سولې طرحه د یووالي کمېټې له لوري وروستۍ شوې او د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ته سپارل شوې ده.

سرچینه وایي، دغه کمېټه توانېدلې، چې له څو ناستو وروسته د استانبول کنفرانس ته د سپارلو لپاره له ۳۰ څخه ډېرې د سولې طرحې څېړلي او نن د سولې عالي شورا ته د یوې ځانګړې طرحې په توګه سپارل شوې ده.

باید یاده شي، چې په نږدې راتلونکي کې به په ترکیه کې د افغان سولې په تړاو د ملګرو ملتونو تر څار لاندې مهمه ناسته جوړه شي